دپلچرخي ګوانتانامو بلاک او دبګرام زندان افغاني برخې قومندان صفې په يو انفجار کې شديد ټپي شو.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په وينا نن ماسپښين ۳ بجې د کابل قرباغ ولسوالۍ باغ علم سيمه کې د پلچرخي زندان ګوانتانامو بلاک او په بګرام هوايي ډګرکې دافغاني برخې دزندان قومندان جنرال صفې چې بهرنيانو ته خوار نيږدې کس بلل کيده د طالبانو په يوه تاکتيکي چاودنه کې سخت ټپي شو او دلومړنيو معلوماتو په اساس ۴ تنه ساتونکي يې ووژل شول.
دولت تراوسه پوري ددغه شخص د ويشتل کېدو په اړه څه نه دي ويلي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه