کور / سياسي / پښتون اوپښتني خاوره په وينو اولمبوكي

پښتون اوپښتني خاوره په وينو اولمبوكي

څه مهال چي دپښتون دتاريخ پاڼي پرله اړهوو نوترواقعيتونو يې دالقاباتوپله راته درنه ښكاري او دا القابات دخپلاسي اوپردي دربار او بادارله لوري ورته ټاكل سوي او دسركاريې ورته انعامونه مقرركړي دي ،ددې مقرراتو يې دمريتوب لړۍ غځول هم مزي كول موخه ده ،چي دا ډول اولس وروسته پاتوالى او له بدمرغيو ډك ژوند خپل برخليك وپاموي :

پښتني ټولنه وروسته پاته يوه بزګره اوبې سواده ټولنه ده چي خوانين او اخوندان ورپكي زيات اغيزمن پاميږي ،چالاكو تاريخي او كلتوري استحصال ګرو مفسدينو په ډېره مكاري سره په پښتني ټولنه كي دفكري او ذهني استبدادګرو قوت ديوسياسي اواستحصالي تكون په بڼه عملي كړو او د استعماري ګټو او دلوبو دتمرين تخته يې پښتون اولس اوپښتني خاوره وګرځوله :

ديرغلګرو مفسدينو تاريخ ګواه دى چي كومه خاوره يې پخپلو ناولوګامونو ناولې كړې ده لومړى يې دهغه اولس ژبه اوكلتور تروړلي اوپه هغه خاوره كې دفساد اوكركي هغه زڼي پاشلي دي چي هيڅ دهغه خاك دوګړو دمزاج سره سمون نه خوري :

دپښتون رښتوني (دخپلومستندو ليكوالو ليكلى)تاريخ لوستونكي پوهيږي چي عربانو پښتنو ته څومره كلتوري،ادبي،تاريخي ،ژبني اوتمدني زيانونه وراړولي دي ،دبنو عباسيه د دورې كورنيو ناقراريو عربان دې ته اړايستل چي دافغانستان ځني سيمي پخپله ولكه كي وساتي ولي چي دعربانو موخه شنې ورشوګاني ،سړې چينې او دغنيمت مالونه وو:

دالړۍ په افغانستان كي كله له توانه لويدلې او كله دومره روښانه سوې ده چي دافغانستان لرغونى نوم يې په اسلامي امارات سره بدل كړى دى او نړۍ ته يې دا جوتول وو ،چي دپښتنو اساسي ستونځه مذهبي ده اوملادپښتنې ټولني رښتونى امانتګر او يوازنى ترجمان هم يې دټولني حكمران دى :

اصل كي دپښتون اوپښتنې خاوري اساسي ستونځي غربت،اقتصادي،سياسي او جغرافيايي جبر او مريتوب دى چي ترهګري يې يوه اضافه توره بلاپه پښتني خاوره اوپښتون قام وتپله اودا توره بلا د دا پرديو استحصال ګرو اوذهني استبداد ګرو پاللې بلاده چي پښتون اوپښتني خاوره دجنګ په سرولمبوكي ګېر اودخپلونازولو دوينو په سيندونو خړوبه ساتي :

پرپښتني خاوره دمذهب په پوښ كي روانه اقتصادي جګړه اوږديږي ،سمڅي جوړوي اونوي قربانيان به يې پښتون ملت پال او روڼ اندي وګرځي اودتمرين تخته به يې داځل جنوبي ياسهېلي پښتونخوا وي ولي چي دپنجابي طالبانو شتونوالى يې تركوټي دباندي په پښين كي هم باوري وګرځولو ،ځكه چي دا اوس پرمنهوسه كرښه د(دفاع پاكستان كونسل) دكوټي دنظرياتي جهاديانو په پلوي مظاهره يې لومړى تمرين او ديوې نوي خوني جګړې ژنګ وو :

دجنوبي پښتونخوا خصوصاً پښين سيمه دتاريخ له اوږدو دافغانستان (كندهار) لپاره دفاعي سنګر ګرځېدلى هم يې كندهار دپښتون مركزيت پامولى دى ،دپښتون دخپلواكۍ اولوى مركزيت دښمنان هڅه كوي چي پرپښتون اوپښتني خاوره تپلې خپلاسي جګړه را اوږده اودپښتانه هره كوڅه هديره وګرځوي :

دا د پښتنو حق دى چي په جار،جار ووايي افغانستان زموږ وطن دى اوبل هرچير ي چي ميشت پاته يو هغه زموږ (مُلك ) دى اوپه هغه مُلك كي دجغرافيايي ،سياسي او اقتصادي جبرخلاف ږغ پورته كول ،دخپلواكۍ لپاره سياسي مبارزه كول زموږ بشري،پښتني ،قانوني اواسلامي حق جوړيږي اوكه پردي استحصال ګر په مذهبي پوښ كي دپښتون او پښتنې خاوري په خلاف پردۍ ناولي دسيسې پلي كوي مخنيوى يې دپښتنو وجداني حق اوپښتنى مسوليت دى او اړينه ده چي د داسي ناوړه حركتونو دشنډولو لپاره ددې مهنوسي كرښي په دواړو غاړو داړيكو رسمي او قانوني لړۍ پيل سي ادبي،كلتوري،هنري اشخاص په دې اړه جوت او قوي رول لوبولى سي :

د دواړو غاړو درسنيو پښتانه ژورنالستانو لپاره خو يوپراخ بې نوم دښت اوارپروت دى دا اوس دهغو دنده ده چي په دې دښت كي يوه اوچه ونه لاندي يوسپين ژيرى شلېدلى ګريوان لاس پرتندي له ګوتو يې دسګريټ دود ولاړيږي ښكاره كوي اوكه ټول دښت شنې كروندې ،جوړې جوړې غوايي مځكه للموي ليري دجوارو اودسړو اوبو دلښتي پرغاړه زړه وړونكې پېغله پرسرمنګى روانه انځوروي :

موږپښتانه نقاش اوهنري خلګ يو،دلفظونو درنګونو جادوګر خلګ يو،تاريخ،كلتور،ژبه ،خاوره ، او دود لرو ،دنړۍ هرتورپوستي او سپين پوستي ته احترام او درنښت لروهم له نورو دځان لپاره داهيله لروچي د احترام او درنښت په سترګوبه راته ګوري :

كه د امرتسر اولاهورخلګ خپلوۍ اودوستۍ پخپلوكي سره پالي راسه او درسه پخپلوكي سره كوي نودكوټي ،پښين اوكندهارپښتانه عزيزان اوخپلوان هم داحق لري چي دموراوپلار قبرونو ته راسي ،ولاړسي دخوښۍ اوغم په محفلونوكي سره شريك سي :

په لاهوركي دپنجابي ژبي نړيواله غونډو كي دهند له هري سيمي ليكوال،شاعران،هنرمندان په پراخه كچه برخه اخلي ،يوازي كه دكوټي افغان كونسلګرۍ كلتوري استازى خپل دامسوليت وپېژني هم داكاركولاى سي دايران دخانه فرهنګ له كلتوري فعاليتونو اويرغلونو دجنوبي پښتونخوا سيمه ژغورلى سي :

موږپښتانه يوې پردۍ ړندې جګړې ته مخامخ كړل سوي يو ،زموږاند،زموږپام ،زموږ پوهنه اوس پردا تمامه سوې ده چي ددې ړندې جګړې دړندو وحشانو په خلاف اولسي پاڅون وكړو دجګړې اوجګړه مارو مخه ونيسو :

مرمۍ ړندې دي ،مرمۍ وشتونكي ړانده دي ،سترګورړندوي ،دپردي بادار دسوال او ټيټو سترګو خواړه ځان ته حلالوي ،خداى دې ديتيمانو په اوښكولنده ډوډۍ په ستوني كي ودروي چي دغه يې وروستى وار سي !