کور / سياسي / نو ګرم څوک دي؟

نو ګرم څوک دي؟

کابل : ۱۳۹۱\۷\۲۰ لمريز – ۱۱\۱۰\۲۰۱۲ زېږديز

ولسمشرکرزی د امریکا د متحدو ایالتونو له (سي بي ایس) تلویزیوني شبکي سره په خپله وروستۍ مرکه کې یو ځلې بیا ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د نړیوال ایتلاف د ناسمو تګلارو له امله اوږده شوې ده . ولسمشرکرزي په خپله دغه مرکه کې په تیرولسو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې د وسله والو او ترهګریزو ډلو د پراختیا او پیاوړتیا پړه د امریکا په مشرۍ پر نړیوالو ایتلاف اچوي. نوموړی زیاتوي نړیوال ایتلاف د افغانانو غوښتنو او وړاندیزونو ته غوږ نه دی ایښي. ولسمشر کرزی په دې مرکه کې یو ځل بیا هم منلې، چې د ده په اداره کې پراخ اداری فساد شته، خو ددغه فساد پړه یي هم پرنړیوالو اچولې ده. نوموړی وايي دغه فساد په لوی لاس د افغانستان د دولتي ادارو د کمزوره کولو لپاره له بهره سرچینه اخیستې او نړیوالو د دوی د غوښتنو برعکس خپلې مرستې د قرار دادیانو او نا دولتي ادارو له لاري لګولي دي. ولسمشر کرزي څو ورځې وړاندې په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال هم پر نړیوالو او په ځانګړې توګه امریکا ورته نیوکې کړې وې. ولسمشرکرزی په داسې حال کې دا تازه څرګندونې کړي، چې د امریکا د متحدوایالتونو د دفاع وزیر لیون پنیتا د ولسمشرکرزي د تیرې اوونۍ د ورته څرګندونو پر وړاندې ډیر کلک غبرګون ښودلی و. لیون پنیتا ویلي و، ((افغان حکومت باید پر بهرنیو د بې ځایه نیوکو او د هغوی د تورونولو پر ځای په افغانستان کې د دوی د قربانیو او لګښتونو درناوی او مننه وکړي.))

لویدیځ بیا په افغانستان کې پراخ اداري فساد، د ښې حکومتوالۍ او په افغان حکومت کې د دې ظرفیت نشتوالی، چې په تیرو ۱۱ کلونو کې یې د نړیوالي ټولنی له پراخو امکاناتو څخه سالمه ګټه اخیستې وای چې نه یې دې اخیستې، د افغانستان د کړکیچ د اوږدیدو له اصلي عواملو څخه بولي.

سياسي شنونکي وايي، په داسې حال کې چې راتلونکې میاشت په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي او د مګړۍ د دغو ټاکنو لپاره ټاکنیزې مبارزې ښه په شور او زوږ روانې دي، د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې او د ولسمشر اوباما پر سیاستونو د هغه سختې نیوکې د دې مانا لري، چې په اوسني حساس وخت کې یې جمهوري خواهانو ته کمپاین کړی وي. واشنګټن په سپینه ماڼې کې د جورج بوش پر مهال، چې جمهوري غوښتونکی ولسمشر و، له کابل سره ډیر ښه اړیکي پالل او ویل کیدل، چې دواړو ولسمشرانو هره ورځ د ټلیفون پر لیکه د چارو د سمون او پرمختګونو په اړه خبرې کولې. خو واک ته د دیموکرات بارک اوباما له رسیدو سره سم د کابل او واشنګټن ترمنځ دغه اړیکي ساړه شول او واشنګټن پر کابل د خپلو نیوکو او فشارونو لړۍ توده شوه، چې تر اوسه هم روانه ده.

په ورته وخت کې یو شمیر کارپوهان بیا پر دې باور دي، چې ولسمشر کرزي دوره په پای ته رسیدو ده، او اوس هڅه کوي، چې د خپلو تیروتنو پړه پر امریکا ور واچوي.

په هره توګه د تیرې یکشنبې پر ورځ افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د راتګ یوولس کاله پوره شول. په دی موده کې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ پرضد په روانه جګړه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو، ملکي وګړو او وسله والو جګړه مارو په ګډون شاوخوا دیرش زره انسانان وژل شوي په لسګونه میلیارده ډالرلګول شوي دي، خو د افغانستان کړکیچ لا هم دوام لري.

د نړیوالو بحرانونو ډلې، چې مرکز یې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې له ناټو سره په یوه ښار کې دی، دولسم کال ته د افغانستان د جګړې د غځیدو او له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د مهالویش د رانږدې کیدو په اړه په یوه تازه څیړنیز رپورټ ویلي، «واقعي خطر لا هم موجود دی. د افغانستان حکومت، چې د امریکا د متحدو ایالتونو له ملاتړ څخه برخمن دی، ښايي په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو پوځونو تر وتلو وروسته نسکور شي.»

د نړیوالو بحرانونو په ډله کې د افغانستان د برخې ستر شنوونکی «کانداس راندو» په خپل دغه شپږایتا مخیز رپوټ کې زیاتوي: «افغان ملي پولیس او ملي پوځ دې ته نه دی چمتو، چې د امنیتي واکونو مشري پر غاړه واخلي که افغان حکومت ونه توانیږي، چې په ۲۰۱۴ کال کې ازاد او عادلانه ټاکنو ته لاره هواره کړي، نو دا به بله ستره ستونزه وي او ښايي افغانستان له ویجاړونکي سیاسي راتلونکې سره مخامخ شي.»

په همدې توګه په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب دفتر او معتبرې امریکایي خبري سرچینې اسوشیتډ پرس هم د افغانستان د نويمې لسیزې په کورنیو جګړو کې د ښکیلو تنظیمونو له یو شمیر پخوانیو قوماندانانو او چارواکو سره د مرکو پر بنسټ لیکلي، که تر دوه زره څوارلسم کال مخکې په افغانستان کې د سولې هڅې د خبرو اترو له لارې بریالۍ نه شي، نو افغانستان ښايي یو ځل بیا په کورنیو جګړو کې ښکیل شي. که څه هم افغان دولت او په سر کې پخپله ولسمشر کرزی دا د افغانستان په اړه د لویدیځ د منفي تبلیغاتو لړۍ بولي، خو خلک رښتیا هم اندېښمن دي. د افغانستان حکومت وايي، لویدیځ او په ځانګړې توګه واشنګټن هڅه کوي، چې د دغې روانې جګړې له لارې افغانان وویروي او په امنیتي تړون کې خپلې غوښتنې پرې ومني.

خو شنونکي وايي، د افغانستان د راتلونکې په اړه دغه اندېښنې باید دومره بابیزې هم ونه ګڼل شي او هر ډول احتمالي حالاتو ته باید د حل لارې چارې سر له اوس څخه ولټول شي. دوی وايي، د افغانستان اوسنۍ ادارې د نړیوالې ټولنې له پراخ او هر اړخیز حضور سره سره تر دې دمه داسې کوم د پاو وړ ګامونه نه دي اوچت کړي، چې خلکو ته د راتلونکې په اړه هیلې ور وبښي. دوی وايي، دا اندېښنې تر یوه ځایه سمې هم دي، چې ښايي د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د اداري فساد، ښې حکومتوالۍ، د سولې د بهیر، ټاکنو او همدا راز نشه يي توکو ستونزې، چې دا ټول د افغانستان د راتلونکې لپاره برخلیک ټاکونکې مسلې دي، تر دې نورې هم پراخې شي.

اوس چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ماموریت مخ په پای ته رسیدو دی او د اوسني افغان حکومت دوره هم په ۲۰۱۴ کال کې پای ته رسیږي، دواړه خواوې په افغانستان کې د روانو بدبختیو او ناکامیو پړه یو پر بل اچوي. افغان کارپوهان په دی باور دی چې په دی موضوع کې دواړه خواوي ګرمې دي او دوړاه حکومتونه باید خپلو ولسونو ته د خپلو تیرو تیروتنو ځواب ورکړي او له راتلونکو ننګونو سره د مقابلې لپاره خپل قانع کوونکي پلانونه او تګلارې روښانه کړي. د دواړو هیوادونو ولسونه هم له دغې پړې څخه پاک نه دي، ځکه دغه دواړه ادارې د همدوی په رایه د واک تر ګدۍ رسیدلي دي.

په داسی یو حالت کې چې اوس هر لوری د افغانستان د جګړی د وږدیدو، ادرای فساد، د ښې حکومتوالې د نه شتوالي او د ډیرو نورو ستونزو پړه پریوبل اچوي، اوس د افغانستان د مدني ټولنې، مدني بنسټونو، او په ټوله کې د افغان ولس دنده ده، چې په دې اړه پخپله پریکړه وکړي. اوس یوازې افغان ولس کولی شي، چې په راتلونکو ټاکنو کې یو داسې مشر او کارنده اداره وټاکي، چې دوی له روانو ناخوالو څخه وباسي او دغه اداره له نړیوالې ټولنې سره د همکاریو او همغږیو په یوه روښانه او واضیح چوکاټ کې افغان ولس د یوې روښانه او مالومې راتلونکې پر لور بوځي. هسې نه، چې خدای مکړه دا د لسګونو زره انسانانو په وینو تر لاسه شوې لاسته راوړنې مو بیرته له لاسه ووځي، او افغانستان یو ځل بیا د تباهۍ او فلاکت پر لور روان شي.