کور / تازه خبرونه / جنرال عبدالرازق: د پاکستان او ايران پلوه ملايانو مخه نيسو

جنرال عبدالرازق: د پاکستان او ايران پلوه ملايانو مخه نيسو

د کندهار د امنيې قومندان ډګر جنرال عبدالرازق وايي پر يوه داسي امنيتي پلان کار کوي چي له مخي به يې په کندهار کي هغو ملايانو مخه ونيسي چي د ايران او پاکستان سره تړاو لري او دلته خلک د دولت پر ضد جګړې او نورو ورانکارو اعمالو ته هڅوي .


تر دې وړاندي د کندهار د ډنډ ولسوال حمدالله نازک رسنيو ته ويلي وه چي په ډنډ ولسوالي کي يې د هغو خلکو مخه نيولې ده چي د ملايانو په جامه کي د پاکستان څخه راځي او دلته ځوانان جګړو ته او کروندګر دکوکنارو کرلو ته هڅوي .



دا لومړی ځل دی چي په افغانستان کي د پاکستان د لاس وهني بېلګي په دقيق ډول په ګوته کيږي او چارواکي يې پر وړاندي د جدي ګام پورته کولو اعلان کوي . تر دې مخکي هم چارواکو په پرله پسې توګه په افغانستان کي د نا امنيو تور پر پاکستاني استخباراتو ور اچاوه خو دا يې نه ويل چي هغوی څنګه او د چا پذريعه نا امني رامنځته کوي .
د ډنډ ولسوالۍ ولسوال حمدالله نازک په دې اړه د لراوبر ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل: د نا امنيو د ستونزي ريښې پيدا کول او د له منځه وړلو د پاره يې د ښه پلان جوړول پکار دي . افغانان مسلمانان دي او ډېر ښه اسلامي عالمان او ملايان لري ، موږ ګاونډيانو ته درناوی لرو خو چاته په خپلو سيمو کي د امنيت د ګډوډولو حق نه ورکوو .


نوموړی وايي يوازي د ډنډ ولسوالۍ څخه ۴ ايراني او ۳۱ پاکستاني ملايان په دې وروستيو کي د ډنډ ولسوالۍ څخه وتلي دي .دا چي دغه ملايان څنګه پېژندل سوي او له سيمي وتلي دي ، ولسوال نازک وايي : موږ د خپلي ولسوالۍ له ملاامامانو وغوښتل چي د خپلو تذکېرو پذريعه په ولسوالي کي ځانونه ثبت کړي ، ځيني داسي ملايان راغلل چي پخپله افغانان وه خو کورنۍ يې د مسلم باغ يا د کوټي شاوخوا نورو سيمو کي مېشتي وې ، څلور داسي کسان وه چي کورنۍ يې د ايران په زابل کي اوسېدلې . کله چي مو دوی ته وويل چي د تابعيت تذکيره او د کلي د ملک او ۲ مقتديانو تضمين دي وړاندي کړي ، هغوی خپل مسجدونه پرېښوول او له سيمي ووتل . البته دوی د هغو سيمو ملا امامان وو چي امنيت يې ډېر ښه نه و ، خو ددوی تر تګ وروسته هلته امنيت په کامل ډول ښه سوی دی


ډګر جنرال عبدالرازق وايي د حج او اوقافو ، ملي امنيت او نورو ارګانونو سره په ګډه پر داسي يوه پلان کار کوي چي له مخي يې د هغو ناقانونه ملا امامانو ددولت ضد تبليغاتو مخه ونيسي چي په ايران او پاکستان پوري تړلي دي .