له هرڅه نه مخکې دلوي خداي ج له دربارنه تنکې ملالۍ ته شفا غواړم .
ملاله یوسفزې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مشهوره او
پیژندل شوې څېره ده. هغه کټ مټ د میوند دملالې په څېريوه ډېره زړه وره اوهمدارنګه دلوړ استعداد اوپوهې لرونکي پښتنه ماشومه ده چې تراوسه یې دژوند مزه لا نده څکلې اواېله یې دژوند څورلس پسرلي ترشا پري ایښي دي.
داډول ویښ ، بااستعداده، دژبې اوقلم لرونکی ماشومان بې له شکه د لرواوبروپښتنود مستقبل لپاره یو روښانه اوپه زړه پورې زېرۍ له ځانونو سره لری. له یوې مودې راپدې خوا دهشتګر په نوموړې ماشومې پسې ټوپک پلاس ګرځیدل. بالاخره پرون یې په رڼا ورځ اودپولیسوله ماموریت څخه نه دومره لېرې ، بې له ډاره پرهغې د سکول په بس کې ګولۍ وچلولې اوخپل زړه یې پریخ کړ.
تنکې ملاله اوس دژوندی پاته کېدولپاره په روغتون کې لاس اوپښې وهي اوانشا الله هغه به خپل پښتانه وروڼه اوخویندې یوازې نه پریږدي.
که څه هم په ظاهرکې دا په تنکې ملالۍ باندې د دښمن یوه بې غیرته او له شرمه ډکه حمله وه خوپه باطن کې داد پښتنوپرراتلونکی یعنی مستقبل ډیر کلک ګوزارؤ. حتی که ووایوچې دازمونږپرمغزونوګوزارؤ هم به موتیروتنه نه وی کړي. ددې غیرانسانی اوکرغیړن عمل پرتر سره کولوسره دښمن مونږته په روښانه اوواضح توګه اخطارراکړچې نوربه زمونږغږ ونه زغمي ، هیڅکله به یې هم اوچتیدوته ته پرې نه ږدی او په ستوني کې به يې غلۍ کړي.
دښمن غواړي چې په هرقیمت وی پښتانه د علم او پوهي له رڼا څخه پټ په تیارو کې وساتی. ترڅووکولای شي په اسانې سره هغوي ته ټوپک پلاس ورکړي، ځانمرګي وسکټونه ورواغوندي اود خپلوشومواونارواپلانونواوعملونودترسره کولولپاره يې استعمال کړي.
دازمونږلپاره د خطرلوي زنګ ؤ.
دازنګ که څه هم ډېرپخواوهل شوۍ ، خوډيرخلک يې نه آوري اوتراوسه پورې لا د پيل په غوږکې په درانه خوب ویده دي.
ځيني خلک خوخپل تنکي زامن لا تراوسه داسې مدرسوته ليږي چې هلته د آی اېس آۍ کرنېلان اوجرنېلان د ملایانوپه جامه کې ځانمرګي، دهشتګراوسړي و ژونکي تربیه کوی.
ځیني نوربیاهمدغولعنتیانوته د جهاد په نوم پيسې، زکاتونه اوسرسایی ورکوي ، بې لدې چې پوه شي له دوی سره خپل ځانونه پدې جرمونواوګناهونوکې شریکوي چې هرومروبه يې په آخرت کې ځواب وایی. داځکه چې د اسلام پاک اومقدس دین دسولې دین دی. اودسولې په دین کې داډول ناجايزواونارواکارونوته اجازه نشته.
آیا همداسې نده؟
که داسې وي نو دخداي دپاره ددې تورمخولعنتیانومخه ونیسۍ !
دې لعنتیانوته نورد جهاد په نوم خپلې ګاڼې، پیسي، زکاتونه اوسرسايي مه ورکوۍ !
بس ده ، نور لدې درانه خوبه راویښ شۍ !
ومن الله توفیق !