کور / هراړخیز / حامدکرزی دعوام فرېبي وروستۍ منترې تېزوي

حامدکرزی دعوام فرېبي وروستۍ منترې تېزوي

افغان ولس دحامدکرزي په ځورونکي دورکې دومره له حده زیات روحي اوفزیکي فشارونه وګالل اولا ګالي یې چې پخوایې چا تصورلانه شوای کولای رښتیاهم انسان له کاڼي کلک تر ګل نازک دی.

پوره یوولس کاله کیږي چې دافغانستان اکثریت وګړي دامریکایي اشغال له وجې په وېره کې ژوندکوي.

لکه څه ډول چې د روسي اشغال په وخت کې دکلیواوبانډوخلګوله وېرې ډاډمن خوب نه شوای کولای او دشپې له خوابه هم په ورځنیوجاموکې ویده کېدل اوس هم کټ مټ همهغه ستونځه ده خوپه یوڅه تفاوت سره داتفاوت به په راتلونکولیکنوکې له خیره سره تاسوته تشریح کړم.

په دایوولسوکلونوکې به داسې شپه نه وي سباشوې چې راغلونابللودې خپلې ناولې پښې دڅوافغان کورنیو په پاک انګړ کې نه وي ایښې البته دابه هم نادره وي، چې دوی دې دافغان کورنیوانګړونه په وینونه وي لړلي یا یې د شکمن په نوم څوک دزندان تر تمبونه وي رسولي.

په رسنیوکې دخپروشویومالوماتوله مخې هره شپه له شلوتر څلوېښتوشپنیوعملیاتو صورت نیولی دی.

فرضأهره شپه۲۰شل افغانې کورنۍ دوړواوزړوپه ګډون چې شمېر یې حداقل سلوکسانوته رسیږي وکړېدې او لا کړیږي.

دیوولسوکلونوپه جریان کې دشپنیوعملیاتوله سببه دنااراموشویو اوکړېدلوخلګوشمېر نیم میلیون کسانو ته هم رسېدلای شي هغه دناټودبموریواوطالب په نوم دماینونودقربانیانواحصایه خولااخواپرېږدئ چې څومره یې پښتانه زیانمن کړل.

میندې بورې اوخویندې موکوڼدې شوې،کوڅې موله یتیمانوډکې خوښاغلي حامدکرزي هره شپه په ارګ کې د غفلت خوبونه وکړل.

دافغان ماتم ځپلوکورنیوله غمه بېغمه وکله به چې په هدیرو، ودونواودخوښیوپه محفلونودناټوبموري وشوې اونړیوالورسنیوته به یې خبرورسېدبیابه نوزموږ افغان ولسمشر؟؟ هم خواخوږي ښکاره کړه، غندنه به یې وکړه اویوڅوڅاڅکي تمساحي اوښکې به یې هم پرې ولورولې خوداهر څه له مکره و.

ولس ښه پوهیږي چې دایوولس کاله یې په مکرچوکۍ ور ټینګه کړې وه اوس چې دزوال وخت یې رانږدې شوی دی غواړي له خپلوامرانوسره دیوې زرګري جګړې په ننداره ولس وغولوي خوله نېکه مرغه زموږ ولس نور هیڅ باورنه شي پرې کولای هغه دقشتي نرم ډرامې او وختونه یې هم تېر شول.

البته دادحامدکرزي خپله ګناه وه،چې په یوولسوکلونوکې یې له شته امکاناتوڅخه سمه ګټه پورته نه کړه نه یې دیومسؤل سیاسي خوځښت درامینځ ته کولوهڅه وکړه اونه یې دیووداسې افغان پوځ اوپولیسوبنسټ کېښود، چې ملي ګټو، ملي ارزښتونوته ژمن اوداړتیاپه صورت کې له خپل هېواداونظام څخه ځانونه قربان کړي.

زمادغه لیکنه دې نخښه وي، چې که تر ۲۰۱۴کال پورې نړیوالوزموږ له منګولوڅخه وړې سوله بېرته راستنه نه کړه تاسوبه یې وګورئ چې څه ډول حالت راځي دقسیم فهیم اومحمدي لنډه غربه دسترګو په رپ کې دکولاب په لوري پښې سپکې کړي هله به بیاسم باوري شئ،چې رښتیاهم دانه ملي اردو ونه ملي پولیس یوازې داړه مار او پردي پال ول.

حامد کرزی دافغان ولس او خپل هېوادلپاره له هرنوښت څخه محروم خودپردیودګټولپاره بیاښه نوښتګر دی.

که دحامدکرزي دادیوولسوکلونوحکومت والي او دده په خوښه دلویوجرګوپایلوته وګوروڅرګنده خبره ده، چې هره هڅه دپردیودګټولپاره شوې ده.

حامدکرزی داځل دخپل موقف داستحکام اوپردیوګټولپاره دځینولوېدیځومغرضینوپه سلادعوام فرېبي نوی منتر تېزوي مانا دیولړنویوتبلغاتو په ترځ کې خپل ځان ولس ته دومره مهم ښيي، چې ګواکې امریکایانود ده د پرځولولپاره رواني جګړه په کار اچولې او دوېروونکو تبلغاتوله لارې دکابل څپڅپانده اداره دې ته مجبوروي، چې امنیتي تړون له امریکایانوسره په پټو سترګو لاسلیک کړي.

نوښاغلیه کرزیه!؟

چې په ګټه اوتاوان دومره ښه پوهېږې بیایې مه لاسلیکوه ته یې بیا وګوره،چې څومره ولســي اوسیمیز ملاتړ تر لاسه کوې.

داتر تاچې ځانونه سم مسلمانان بولي هغوی دخپلوملي ګټولپاره آن تر چین اوروسه ورتېرشول خوته یوازې په ارګ کې خوښ اوچپن پوش ګرزې دانارې هم وهې، چې امریکاموږ ته وسلې نه راکوي.

چې نه یې درکوي بیانوداستراتیژیک تړونونه دڅه لپاره ورسره لاسلیکوې؟

وړمه ورځ پاکستاني چارواکوهم وېلي، چې په امریکاکې دتالخوادستراتیژیک تړون وړاندیز ورته شوی نه د پاکستان له لوري اوس نوداخبره پخپله ورسره سپینه کړه بس دی دولس غولونې هڅې پرېږده نوردې نه جنتر چلیږي نه منتر.