کور / تازه خبرونه / افغان قونسلگرۍ :پوليس افغانان بې ځايه تنګوى

افغان قونسلگرۍ :پوليس افغانان بې ځايه تنګوى

پيښور :د پاکستان چارواکي او په ځانګړى توګه د خيبر پښتونخوا چارواکي دې افغانانو سره د پوليسو ناوړه چلند پوښتنه وکړي ، پوليس افغانان بې ځايه تنګوى تردې پورې چې پاسپورټ ولرى بياهم ېې زوروى. داخبرې پۀ پيښورکې دافغان قونسلگرۍ مرستيال حاجى معراج الدين بهسودوال په يوې ځانګړې مرکه کې وکړې .نوموړى وويل هغه افغانان چې ددرملنې لپاره پيښورته راځى دپوليسولخوا زورول کيږى. اړوندچارواکي دې پۀ دې اړه پوليسوته لارښوونه وکړى. افغانان پاکستان خپل دوهم کور بولې چې دپوليسو دغه ډول ناوړه چلندسره دغه دوستانه اړيکي اغيزمنې کيدى شى. بهسودوال ديوې پوښتنې پۀ ځواب کښې وويل چې دقانونى اسنادولرونکوافغانانو دکارتونو دمودې غزولوپۀ اړه په رسمى توګه د پاکستانى چارواکولخواڅه نۀ دى وئيل شوي. خووئيل کيږى چې د افغان سټيزن کار تونوموده غزول کيږې. نوموړى دغه راز ووئيل چې مونږ افغانانو ته چې قانونى اسناد ولرې دپاسپورټونو جوړولولازمې اسانتيابرابرې کړى چې پۀ ډيرکم وخت کې ورته پاسپورټ اجراء کيږې نوموړى زياته کړه چې پاکستاني اتباعولپاره مو پۀ ډير کم وخت کې د ويزو اسانتياوې برابر کړى دى. نوموړى ديوې پوښتنې پۀ جواب کښې وويل چې زياتره افغانان ورته دپوليسودناوړه چلنداؤتنګولو نه دشکايت لپاره راځي مونږ پۀ دې اړه پحواهم اؤاوس هم د پاکستان له چارواکوسره اړيکي نيولي چې هغوهم پۀ دې اړه د مرستې اؤ همکارۍ وعدې راکړيدې. نوموړى ووئيل چې پاکستانى چارواکونه موحيات اباد کښې دسپيشل برانچ ديوې څانګې دپرانستلوعوښتنه کړې ده داځکه چې دافغانستان ناروغان اکثرراځي نو ښار ته دننو تلو پۀ مهال دپيښوردپوليسو لخوا تنګول کيږي پاکستانۍ چارواکوپۀ دې اړه وعدې کړى خوتراو سه عملى ګام نه دې اخستل شوى طمعه لرو چې دغه کار به وکړۍ بهسودوال د پاکستان پۀ چارواکو غږ وکړو چې افغانان پاکستان کې د اوسيدو ښه خاطرات لري . نوپکارده چې پوليسوته افغانانو سره دښه چلند خپلولو سپارښتنه وکړې او افغان قو نصلګرۍ چارواکۍ دافغانانو دوخدمت اؤ د کار کوى وخت پۀ وخت موپاکستان کي دميشتو افغانانو د مشکلاتو او ستونزو دحل لپاره پاکستانى چاواکو سره خبرې کړي او په دې لاره کې موډيرې هڅي کړې دې