د هلمندولایت له دفتر څخه په یوه لیک کي لراوبر ته رارسیدلې خبر وایی : چي دوسلوالومخالفو لخوا د خښ كړل شوي ماين ياده شوې چاودنه د چهارشنبې په ورځ د سهارداووبجوپه شاوخواكې هغه مهال د نادعلي ولسوالى په لوى باغ سيمه كې رامنځ ته شوېده كله چې سيمه ايزوپوليسوياد شوى ماين دكشف اود هغه د شنډولوهڅه يې كوله چې چاودنه رامنځ ته شوې ده.
په دي پیښه کي دسیمه ایزو پولیسوقوماندان آغا محمد دپنځو نورو پولیسو سره وژل شوي او یو تن ټپی دی او په روغتون کي تردرملنې لاندی دي. د پیښي پړه تراوسه پوری هیچا په غاړه نده اخیستي.