کور / سياسي / دافغانستان ددفاع وزیرداروپا په لوکسومغازوکې

دافغانستان ددفاع وزیرداروپا په لوکسومغازوکې

نن سهاردمعموله سره سم دخپل کارپه دفتر کې وم اودتګلارې پربنسټ ټیلیفون می د Silence پرحالت وو. یوافغان چه زما اشنا دئ راته زنګ وهلئ وو او دsilence د حالت لامله مې نه وواورېدلئ. څوشېبې وروسته کله چه دخپل آشنا بې جوابه زنګ ته متوجه سوم، نومې ژرورته زنګ وواهه اودبخښنې ترڅنګ مې ځینې وپوښتل چه خیریت خوبه وی ،ځکه په رسمی وخت کې دې ټیلیفون کړئ وو؟ نوموړی دیوبل افغان له خولې اوقوله داسې کیسه کوله چه:

‘’پرون یعنې د2012 ع کال داکټوبرپه اتمه دماځیګر د پنځوبجوپه شاوخواکې دبلجیم په مرکز، بروکسل ښارکې څوتنوافغانانو دافغانستان اوسنئ ددفاع وزیرد دووتنو بلجیم مېشته افغانانواویوتن اروپایی اویاهم بهرنی په ملګرتوب دبروکسل ښار دRUE NEUVE دواټ په INNO ډیر لوکس پلورنځی کې په داسې حال کې لیدلی چه دګرانواوقیمتی دریشیواوجامولوکسې کڅوړې ورسره وې. خوکله چه افغانان دئ پیژنی نوورنژدې کیږی اوښاغلی وزیرته دسلام ترڅنګ ښه راغلاست وایی. وزیرصاحب دډیرې وارخطایی له وجې دافغانانوڅخه پوښتنه کوی چه تاسو څوک یاست؟ یوافغان ورته وایی چه ښه راغلاست چه موستاسو لپاره دپوهېدو وړوو نوخامخا پوهیږئ چه موږافغانان یو.وزیرصاحب چه خپلوکڅوړواوبیا یی دافغانانوزیرکئ ته وکتل نودځان د تیرایستولپاره یی په نصیحت شروع وکړه چه وطن خدمت ته اړتیالری اوباید چه ځوانان بیرته وطن ته ستانه سی او … خولا خبره یی نه وه خلاصه چه یوځوان ورته وویل چه داوس لپاره دمفسدو اوکرغیړنوچارواکوپه شتون کې ( چه هدف یی وزیروو) وطن ته بیرته ستنیدل یوڅه ستونزمن کاردئ. وزیرصاحب چه ولیده چه داافغانان نه سی غولولای نوډیرژریی هغه ځای پریښود اوپه چټکئ سره رهی سو. اوناڅاپه لیدل هغسې ناڅاپه په نیمئ کې پاته سول’’ .

آشنا داکیسه وکړه اوخدای په امانی یی واخیسته.

دلته څوپوښتنې راولاړیږی چه بایدځواب یی وویل سی.

لومړئ: دګران هیوادافغانستان حالات ډیرکړکیچن دي. وزیرصاحب په اروپا کې څه کوی ؟ که بل څوک دده دنده ترسره کوی نوبیا ده ولې دومره دهیواد لپاره مهمه چوکئ بنده اچولئ ده ؟ داچوکئ پرده چالورولې ده اودڅه لپاره؟

دوهم: آیا وزیرصاحب دافغانستان ددولت اوحکومت په امراومشوره راغلئ دئ اوکه په خپل سراویاهم په اصطلاح کومې د افغانستان خواخوږې ټولنې رابللئ دئ اوآیا دافغانستان ددولت اوحکومت چارواکی پرې خبر دی اوهوکړه یی کړیده؟ نوکه دوزیرپه موقف کې راغلئ بیا خونو نورې لا سختې پوښتنې راولاړیږی. خوکه بې خبره راغلئ وی بیاخونو دښاغلی ولسمشر چه په یووخت کې دملی امنیت دشوراریس هم دئ په باب فکری ماشین دخطرعلامې ورکوی.

دریم: دولسی جرګې له خوا ښاغلی وزیرته دباوردرایوخولاپه شمارڅوورځې ندی تېرې اووزیرصاحب افغانستان پرېښود اودلته په اروپاکې افغانانو په پلورنځیو کې لیدلئ دئ. آیا دګاونډیانوپه تېره دپاکستان دوسله والوبریدوسره سره هرومرو وزیرصاحب بایداروپا ته تشریف رااوږدکړئ وائ؟ داخوبه دا معنی نه لری هغه دچاخبره ‘’ماخون دل مې خوریم، توساجق مې جوی’’ ؟

څلورم: دیوې شېبې لپاره به داومنوچه وزیرصاحب دافغان دولت اوحکومت په خوښه درسمی کارونولپاره اروپا ته راغلئ دئ.

نوبایدچه دافغان دولت لپاره بوخت وای. دلته چه دئ دماځیګرپه 5 بجوپه پلورنځی کی دډکوکڅوړوسره لیدل سوئ دئ. معنی داچه ښاغلئ وزیرلږترلږه دماسپښین په 3 بجوپلورنځیو ته وردننه سوئ دئ .اوهرومرو یی دماسپښین په یوې یا دووبجوپه یوه یابله پلمه درسمیاتوسره مخه ښه کړې ده. اوکه داسې نه ده وزیرصاحب؟

ښاغلئ وزیر! بروکسل خودې ولیدئ اوهرومروبه یی امنیت خونددرکړئ وی.ځکه په ملکی جاموکې بې له وسله والوساتونکو پلورنځئ په پلورنځئ په یوه کمیس اویاهم دریشی پسی بیله وېری ګرخېدلې. که پوښتنه درته پیداوی چه دلته ولی امن سته؟ نوځواب یی په خپل ځان کې ولټوئ. دلته پدې هیوادکې فاسداومغرض عناصر وزارتونه نه چلوی. دلته دهیوادګټې ترنورو هرو ګټولوړې بلل کیږی نوځکه یی پښه ترتاهم دررسیدلې اودخپلوګټولپاره یی تاته هم تردغه ځایه دراتګ زحمت درکړیدئ. دلته ټول چارواکی دیوه هیواد په نامه سره راټول دی .که څه هم دنظام ډول یی بل ډول دئ. دلته هر څه دمرکزی حکومت دپیاوړتیا لپاره کیږی. ټول اداری ادلون بدلون دمسلکی پوهې پربنسټ کیږی. که لږ جزیاتو ته ورننوزم، دلته په مرکز کې حتی یوډیر تیټ رتبه چارواکی په دوو رسمی ژبوخبری کوی.

خوتاسې څه کوئ؟ که مودهیوادګټې په نظرکې وای نوپه داسې حساسوشېبوکې به په مورچل کې وای نه داچه دلته په پلورنځیو ګرځئ. په اجراآتوکې تل دموراومیرې چلندکوئ. بیله دخپلې ولسوالئ هیڅوک هم درته ددې وطن اوسیدونکی نه ښکاری. حتی که ستا په ژبه هم درسره وږغیږی. اوپه اصطلاح دتوپیراوتعصب یوماشین یاست. دژبې په برخه کې بایدووایم چه پښتو خونه وایاست چه نه وایاست ( څوورځی مخکې مودننګرهارله سپین ږیرواوقومی مشرانوته چه په دری نه پوهیدل، په خپله ولایتی دری خبرې کولې) ، هغه معیاری دافغانستان رسمی دری ژبه هم نه کاروئ چه دا پخپله ستاسو دولایتی ستراتیژی استازیتوب کوی.

په آخر کې دومره بایدپوه سئ چه دڅوځوانانو دجواب نه یاست، نودملت ځواب هم نه لرئ. داچه څه وکړئ ، تاسې ښه په پوهېږئ.

په درنښت