کور / خبرتیا او پيغامونه / دکابل دمحصلينو لاريون او د بلجيم دافغانانوغبرګون

دکابل دمحصلينو لاريون او د بلجيم دافغانانوغبرګون

په بلجيم هيواد کي د افغانانو کلک غبرگون

نن د دوزره دولسم کال د اکتوبر د مياشتي اتمه نيټه په بروکسل کي د افغان کلتوري بهير مشرتابه جرگې غونډه وکړه . د غونډي گډونوالو په افغانستان کي د کابل د پوهني او روزني د پوهنتون پر اړول سوي نوم د سپيڅلو محصلينو د روا حق په اړه خپل احساسات او کلک غبرگون څرگند کړ . افغان کلتوري بهير مشرتابه جرگې وپتيل تر څو دا څو لنډي خو لازمي مشورې د فاسد او ناپوه واکمنو مخ ته کښيږدي :
۱ / کوښښ ونه کړۍ چي د پرون د جنجال خلقونکو نوم او نښان زموږ د تیر تاریخ او د سپیڅلي سبا د نیکو او اولسي خلکو نوم او نښان ته ضرر پیښ کړي ( ارگ میشتو انسانانو ته وریادوو چي ښاغلۍ مرحوم رباني او ښاغلي ته ورته ټوپکمارو او اشرارو د افغانستان د لمړني جمهور ریس شهید داود خان د قانوني او مشروع حکومت په مقابل کي د پاکستان دال او کالداري ومنلې او ستاسو په اصطلاح جهاد یی د خپل وطن او اولس پر ضد شروع کړ . هغه وخت نه خلقیان وه نه پرچمیان او نه هم روسان . د ښاغلي مرحوم رباني نوم او نښان دي تاسو ارگ میشتو انسانانو ته مبارک وي )
۲ / د نړۍ په هیڅ یوه هیواد کي حاکم گوند یا ډله او یا شخص دا حق نه لري چي پر ملي او اولسي مساکنو د خپل ځان او یا خپل مرشید نوم کښیږدي . دا یوازي په دیکتاتوري رژیمونو او نظامونو کي معمول وي . ( ارگ میشتو انسانانو ته د دیموکراسۍ تر نامه لاندي د دیکتاتوري نظام مبارکي ورکوو او زیرۍ باندي کوو چي د صدام ، دار ، د قضافي مات سر او د مبارک د مړو کټ ستاسو انتظار باسي )
۳ / ستاسو دا پریکړه زموږ د اولس تر منځ درځ اچوي او واټن ډیروي ، په داسي پریکړو او فرمانونو نه خو د شهید تړون نوم پاته سوې دی ، نه د شهید نواب ، نه د شهید عمر شهید او نه د شهید حساس نومونه . ( ارگ میشتو انسانانو ته وریادوو ، هغه چي د خپلو طرفدارو نظامونو په دفاع کي شهیدان سوي دي د هغو د شهادت مرتبه تر هغو چي هم د خدای هم د خپل نظام او اولس پر ضد جنگیدلي ډیره لوړه ده . کله چي بیا د ښوني او روزني د پوهنتون خبره ده ، دا مرکزونه او موسسات باید پر خپل نوم پاته سي او یا هم په داسي ویاړلي نوم ونومول سي چي د افغان تاریخ د علم او پوهي یادگار وي . او کله چي د ښاغلي مرحوم رباني صیب شخصیت دی هغه تر تاسو ارگ میشتو انسانانو په جنگ ، جگړه او شرارت کي ډیر مخته وو ، ستاسو به ځکه استاد وي چي د شر او فساد خښته یی ایښی ده او دادی اوس تاسو په دې شر او فساد کي د ځانونو لپاره د سبا هدیره کینۍ !)
افغان کلتوري بهیر ستاسو واکمنو ، په ځانگړي ډول د ښاغلي هیواد مل څخه چي د جمهرریس کلتوري مشاورت کوي په ډیر درنښت او په زغرده ، هیله کوي تر څو ولسمشر له داسي گړنگونو وژغوري او پرینږدي چي د پرون جنجالي منگولي د سبا سپیڅلی گریوان څیري کړي .
افغان کلتوري بهیر او بلجیم میشتي افغانان د امنیتي چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کوي تر څو د خلکو د حقوقو او ساتني ملاتړي سي . خپل اولس او د هغوی مدني حقوقو ته احترام وکړي .
افغان کلتوري بهیر د ارگ له واکمنو څخه په کلکه خو په درنښت هیله کوي تر څو ښاغلی محمدیار ژر تر ژره له بنده خوشي کړي او شخصیت یی پر ځای کړي .
افغان کلتوري بهیر
مشرتابه جرگه
بروکسل