سروکي په ادبیاتو کي دپښتودغسي نه دي راغلي لکه لنډۍ،ټپیزي اوټکوریزي؛ خو دموسقي په هنر کي ډېر اورېدل کېږي او اوچت مقام لري . موزیک خوښونکي وګړي یې ډېر اوري او ډېر اورېدونکي لري . سروکي تر ډېره ځایه یو مسریزه یا دوه مسریزه شعریزه نیمکه ده . اکثرا دلنډیو سره ویل کېږي،چي دلنډیوخوند لوړه وي . دسروکو جوړونکی لکه دلنډیو هم نه دی څرګند. سروکي مینه يزي، عشقي اونظمي یویزي (فردونه) دي،چي په لنډیوکي
واریز (تکرار) ویل کېږي .
په پښتو موسقي هنر کي بېخي ډېري دي خودلته یې دبېلګي په توګه هغه نامتو سروکي چي زموږ دپښتو نامتو سندرغاړو لکه : عبدالله مقری،خیال محمد،استادسراهنګ،استاد ګلزارعلم،استادناشناس اودغسي نورو ډېرو په زړه پوري سندرغاړو ویلي، راوړو : لکه : « ولاړسه پېښورته کمیس تور ماله راوړه تازه تازه ګلونه درې څلورماله راوړه » دغه سروکې دلنډیو سره ویل کېږي او تکراريږي او ډېر خوندوره وي . یا داسروکې : « بي بي شېریني ژړي ګًلي راباندي واچوه سور شال دواړه لاسوه،بي بي شېریني » داهم دلنډیو سره ویل کېږي . لکه :
آسمان په ستورو ښایته دی ++++لکه دپیغلي غاړه په خالونه ، بي بي شېریني …… نوري سروکي : «لوګډسود لونګو لو ګډسو » په لنډیو کي:
جانان زما زه دجانان یم -» هُو،لوګډسو ،ګډسود لونګو لوګډسو ++++ چي پرهربازارمي خرڅوي ورسره ځمه-» هُو، لوګډسو، ګډسو د لونګو لوګډسو. بله سروکې :
« ترچېنارو لاندي منګی یه سبا کوچ دی لالی یه » داهم دلنډیو سره ویل کېږي .
سپوږمۍ یه هال به راته وایه –» سباکوچ دی لالی یه، هُو،سباکوچ دی لالی یه++++چي مي جانان پردنیاڅه روزګار لرینه–»سباکوچ دی لالی یه، هُو، ترچنارولاندي منګیه سباکوچ دی لالی یه ….. دابیا دهر هنرمند خپل کمپوز دی،چي څرنګه یې دخپل موسقۍ سره ږغ سمه وي دا په کمپوزر پوري اړه لري . بله سروکې : «اې پالي پالي پال مي وګوره — زیم شرابي هال مي وګوره» دا هم دلنډیو سره راځي .
ګلان له خاورو پیداکېږي–» هُو،پالي پالي پال مي وګوره — زیم شرابي هال مي وګوره++++زمالالی ترګل نازک خاوروله ځینه –»هُو، پالي پالي پال مي وګوره– زیم شرابي هال مي وګوره . بله سروکې :
«زموږداملنګي ده اودښکلوباچاهي ده» دا هم دلنډیو سره راځي .
مینه په تلو راتلو زیاتیږي–»زموږداملنګي ده اودښکلوباچاهي ده، باچاهي ده، باچاهي ده++++کله راځه کله به زه درځم مینه–»زموږداملنګي ده اودښکلوباچاهي ده، باچاهي ده . بله بېلګه:
«ګل بشرې راسه ګل دي واخله نور مشکوه ګل — داغنچه دي بسته نورمشکوه ګل »دا سروکې دلنډیوسره راځي . لکه :
زما دې کم نصیب ته ګوره –» نورمشکوه ګل ،داغنچه دي بسته، نور مشکوه ګل++++چي دخوارۍ کچکول مي تش ترکوره وړمه–» نورمشکوه ګل، داغنچه دي بسته ،نور مشکوه ګل .
په دغه ډول نوري ډېر ي سروکي سته چي یو کتاب ځني جوړېږي خودلته یې دیوڅویادونه کوو.سروکي دلنډیو سره سم تاریخ لري نوي نه دي . دسروکو ویونکی یاجوړونکی څرګندنه دی څرنګه چي ترمخ هم یادونه وسوه . سروکي په ډول ډول څپو، بندو اونظمو سره ویل سوي دي او موسقي هنرمندانو دپه زړه پوري لنډیو سره کمپوزکړي دي . ځیني سروکي دي،چي په مسریو ويل سوي؛ خوقافیه نه لر ي په وزن کي خپل سمي وي خو بند پر بند ویل کېږي . لکه :
«بي بي شېریني ژړي ګُلي – راباندي واچوه سور شال – دواړه لاسونه، بي بي شېریني» داسروکې په درو بندو کي ویل سوې ده او ددغي سرکي سندرغاړی تر ډېر حده خیال محمد دی . دابله سروکې، لکه :
«ولاړسه پېښورته کمیس تور ماله راوړه تازه تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه »دغه مقفه یي سروکې دوې مسرۍ دي دردیف سره، چي په بحرکي خپل هم سمه ده. یاني منظم شعر دی . خو ځیني هنرمندان د پېښور پرځای (لاړسه ننګرهارته) او ځیني بیا وایي (ولاړسه کندهارته) وایي . دابله سروکې ګورو: «لوګډسو د لونګو لوګډسو» دلته یوازي یومسرۍ ده،چي تکراریږي او دا یوه مسرۍ «۹ څپې » لري . دلنډۍ دهر یوې مسرۍ ورسته دغه سروکې ویل کېږي . ددغي سروکي سندرغاړی تر ډېره بریده خدای بخښلی استاد سراهنګ دی .
او دغه سروکې لکه : « ترچینارولاندي منګی یه — سباکوچ دی لالی یه » یولنډ مقفي نظم دی . چي په لنډيوکې داسي وایي : مخ په مړوند کله پوټیږي -»سباکوچ دی لالی یه، سباکوچ دی لالی یه++++ظالمه یاره سلامي ولاړیمه –» سباکوچ دی لالی یه، سباکوچ دی لالی یه ،ترچینارولاندي منګی یه سبا کوچ دی لالی یه . ددغي سروکي سندر غاړی تر ډېره ځایه استادګلزارعلم دی . دا سروکې لکه چي وایي : « اې پالي پالي پال مي وګوره— زیم شرابي هال مي وګوره » دغه سروکې یوقافیه لرونکی نظم دی د ډېرو سندرغاړو لخوا ویل کېږي . (پالي مانا فال لیدونکی او پال مانا فال .) – بیا دابله سروکې : «زموږداملنګي ده — او دښکلوباچاهي ده » هم یو ډېرلنډنظم دقافیې سره او هم کېدای سي،چي لکه یوه اوږده مسرۍ غوندي وي . دغه سروکې د ډېرو سندرغاړوله خواپه لنډیوکي ویل کېږي . اودا بله سروکې : «ګل بشرې راسه ګل دي واخله نور مشکوه ګل — داغنچه دي بسته نور مشکوه ګل » دایومنظم بیت دی،چي دوې مسرۍ لري قافیه لري . دغه سروکې تر ډېر بریده استاد ناشناس ویلې ده . بله زړه سروکې : « دهلک توره لونګۍ – زرزري چپنه » دلته ګورو،چي دغه سروکې یوازي یوه مسرې ده په «۱۱» څپوکي اوپه دو بندوکي،چي دهري لنډۍ دمسرۍ په پای کي ویل کېږي . لکه: یارمي هندو زه مسلمان یم–» زرزري چپنه++++دیار لپاره درمسال چاروکومه –» زرزري چپنه، دهلک توره لونګۍ زرزري چپنه . دغه سروکې مرحوم استاد قاسمي په خپل وخت کي ویله . بله سروکې : « دروند دی امېل په غاړې مه وړه سنګین دی امېل» دغه سروکې درې بنده یوه نظمي مسرۍ ده . دغه سروکې هم لکه پورته سروکې دغسي ویل کېږي،چي دغه سروکې ترډېره بریده استادناشناس ویلې ده . بله سروکې :
« وړې لیلو سهاردی » دغه سروکې په دوه بنده او (۸ څپو) کي یوه لنډه مسرۍ ده . چي دلنډیو سره ویل کېږي . لکه :
شراب په شره ناروا دي –» وړيې لیلوسهار دی ++++ما ته روادي دیار غم غلطه ومه –» وړې لیلوسهار دی
سروکي څرنګه چي لیدل کېږي په مجموع کي منظم شکل نه لري،کله دنظم په ډول کله دیوه بیت په ډول اوکله بیا هم یوه مسرۍ وي . په هر رنګ چي وي خو ډېري خوندوري په زړه پوري دي او دهري لنډۍ سره چي یوه سروکې راسي دهغې لنډۍ خوند لاڅوځلي اوچته وي . یاني سروکي دلنډیو مالګه ده . سروکي په پښتو کي لکه لنډۍ،ټپۍ، ټپیزي اوټکوریزي داسي په ځانګړي نامه څوک نه پېژني . که څه هم سروکي لکه څرنګه چي ترمخ وویل سوه قدامت یې دوغمري دی لکه لنډۍ؛ ولي تل سروکي دلنډیو سره ویل سوي . پخواچي رادیو اوتلوېزون نه وو خلکو دمېلې لپاره غزل ویل او «دریه» بې وهله نو نوروچي به سندري ورسره ویلې«کسر» بې ورسره وایه یاني لومړې مسرې بې ورسره تکرارا ویل . سروکي هم لکه «کسر» دسندرو دغسي یوترتیب لري . خوداباید هېرنه کوچي سروکي ځان ته خپلواکه بڼه لري،خو «کسر» دهرغزل لومړی بیت دی،چي تکراریږي .
اخځونه :
۱) youtube
۲) دپوهندوی محمداسمعیل «یون» مقاله دبېنوا په ویبپاڼه کي (پښتوکې درېشعري فورمونه)۹ .۹ .۲۰۱۲