د کابل ښار د اتمې نا حیې د رحمن مینې د نجونو لیسې او د ۱۶ ناحیې د احمد بهار ښوونځیو لپاره نوې جوړې شوې ودانۍ نن د پوهنې د محترم وزیر لخوا پرا نیستل شوې.
د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ د رحمن مینې د نجونو د لیسې د ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې په ډاګه کړه چې په دې وروستیو کلونو کې دکابل ښار او نورو ولایتونود ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو په برخه کې لوی پرمختګ شویدی.
په دغو دواړو ښوونځیو ۱۷ میلیون افغانۍ لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیايي بودجې له لارې د جاپان او امریکا له مرستو شویدی.
د رحمان مینې د نجونو لیسه په ۲ پودړو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې ۲۸ درسي خونې او د احمد بهار ښوونځی ۸ درسي خونې او نور وسایل لري.
په دغو دواړو ښوونځیو کې څه باندې ۸۰۰۰ زده کونکو ته د نژدې ۳۰۰ ښوونکو لخوا لوست ور کول کیږي.
ښاغلي وردګ وویلې چې د زده کوونکو لپاره د خوندي چاپیریال د برا بریدو لپاره چټکې هڅې کوي.
((همدا سږکال یوازې د کابل په ښار کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو او بیا رغاولوپه ۱۲۲ پروژو کار روان دی او تر اوسه لسګونو ښوونځیو ته نوې عصري ودانۍ جوړې شوې دي. ))
د پوهنې وزیر ژمنه وکړه چې په را تلونکو ۲ کلونو کې به د کابل په ښار کې هیڅ ښوونځی بې ودانۍ نه وي پاتې او ټول زده کونکي به یې مناسب ټولګي او ښوونځي ولري.
ښاغلي وردګ له پوهنې سره د نړیوالو مرستو له ډیریدوهم خوښي وښوده او په ډاګه یې کړه چې ددوی د تمې سره سم به په راتلونکو کلونو کې دغه مرستې همداسې روانې وي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه