کور / تازه خبرونه / ننګرهار: دپوهني کارکوونکو ته ښوونيز ورکشاپ جوړ سو

ننګرهار: دپوهني کارکوونکو ته ښوونيز ورکشاپ جوړ سو

د ننګرهار دپوهني مديرانو اودځینې مامورینو ته ښونیز ورکشاپ جوړ شو
دننګرهار د جلال اباد ښار او اړوندو ولسوالیو دپوهنې مدیرانو او دڅارنې کارکوونکو ته د احصایې او راپور جوړ ونې تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ په پیل کې دننګرهار دپوهنې ريس پوهندوی الله داد اسمعيل زي ګډونوالو مدیرانو ته سپارښتنه وکړه چې دخپلو اړوندو ادارو احصايه او نورراپورونه په داسې طرز العمل برابر کړي چې ددې ورکشاپ غوښتنه ده .ورکشاپ د دریو ورځو لپاره دی او په جلال اباد کي دملګروملتونو د ماشومانو دساتنې د نړيوال صندوق يونيسف په مالي مرسته جوړ شوی .
د روزنې په دغه بهیر کې به د ولسوالیو مدیرانو ته پر يادي موضوع سربيره دکليوالي ښوونځيو لايحه هم تشريح شي .