کور / تازه خبرونه / روزګان: دعلماوو دشورا رئیس ووژل سو

روزګان: دعلماوو دشورا رئیس ووژل سو

کابل:لراوبرخبرپاڼې ته درارسیدلي خبر پراساس مخالفووسله والوپرون په یوه وسله وhل بریدکي دارزګان ولایت د علماووشورارئیس مولوی عبدالصمدوواژه.
وسله والودغه بریدله غرمې نه مخکې دترینکوټ ښاراړونددخیروکارېزکلي ته څېرمه دافغانستان دعالمانودسراسري شوراغړی اودارزګان دعلماوودشورارئیس مولوی عبدالصمددیوه وسله وال برید په ترڅ کې وژلی دی.
په خبرکي راغلې ،چی پرموټرسایکل سپرودووکسانوپرمولوی عبدالصمدباندی هغه وخت دډزوبریدونه پیل کړل کله چه نوموړۍ خپل کورته روان وو.په خبرکی ویل شوی چي هغه دهیچاسره شخصی دښمنې نه درلوده،اودده دوژلوانګیزه سیاسی اړخ لری .د یادولووړده چي په دي وروستیوکي دروزګان په ولایت کی دسیاسی وژنوکچه ډیره سوی اوداګست دمیاشتي را په دیخواه دمخالفوووسله والوله خواه پردولتی چارواکوڅلورځله مرګونې بریدونه ترسره شویدی چي پایلې یی سیاسي اړخونه درلودل.