ځينې وختونه ځينې هيوادونه دخپلوشومو موخودترلاسه کولولپاره ځينې مفاهيم،شعارونه،مفکورې اونظريې رامنځته کوي اوياهم له مخکې څخه دموجودومفاهيموڅخه کاراخلي.
دنولسمې اوشلمې پيړۍ دځواک دانډول اوتوازن ((Balance of power))څخه رانيولې دټولنيزامنيت((Collective Security))،سوشلزم((Socialism)) ،کمونيزم ((Communism)) ،ديموکراسۍ ((Democracy))،بشري حقوق ((Human rights))اوديويشتمې پيړۍ يااوسني عصردترهګرۍ ((Terrorism))پورې وخت په وخت دغه مفکورې اونظريې دبيلابيلوزبرځواکونواوستروقدرتونولخوادخپلوګټواودنوروهيوادونودايل کولولپاره استعمال شوي دي.
برخلاف دنورومفکورودادتروريزم((Terrorism))ځانګړتيااوخصوصيت دى چې دغه نظريه دغيردولتي لوبغاړو((Non-State Actors))لخوارامنځته اوپرکاروړل کيده.تروريزم ياترهګريزفعاليتونه په پيل کې په ډيره کمه کچه اومحدودوځايونوکې ترسره کيدل خود١١/٩له پيښې وروسته دغه ترهګريزوکړواوفعاليتونوتشديدومونداودتروريزم دغه وړه څپه په ستر طوفان واوښته چې تقريباً ټوله نړۍ يې پسې واخسته.
د١١ /٩ له پيښې وروسته دسپينې ماڼۍ اودصليب دتوغ پورته کوونکي بش لخوادترهګروپه خلاف د((War on Terror))جګړه اعلان کړه لومړۍ يې په افغانستان اوبياوروسته يې پرعراق دهمدغې تش په نوم ترهګريزې جګړې په نوم يرغل وکړ.دترهګرۍ په وړاندې جګړه هغه پلمه ده چې د١١/٩څخه وروسته امريکادخپلوشومواوپټوګټوپه تعقيب اوموخه استعمالوي.بيلابيل اسلامي خوځښتونه چې يادامريکاګټوته خطرمتوجه کوي اوياهم داسلام اومسلمانانولپاره مبارزه کوي دترهګرۍ ((Label))اوټاپه پرې لګوي.خندونکى تورلست ((Blacklist))چې کټ مټ ددوى دکليسادهغه قانون اوعمل په شان دى چې پاپ وغواړي يوه ته د دوزخ ټکټ ورکوي اوکه وغواړي بل ته دخپلې خوښې مطابق دجنت ټکټ ورکوي همداسې سپينه ماڼۍ هم په تورلست((Blacklist))کې هرهغه خوځښت،تنظيم اواشخاص شاملوي چې ياددوى دشومو موخواوګټوپه لاره کې خنډاوياهم ددوى هژمني(( Hegemony))ته غاړه نه ږدي.
داهمدوى اوددوى استخباراتي سازمانونه دي چې د١١/٩وروسته يې په بيلابيلوهيوادونوکې ترهګريزبريدونه وکړل چې ښه مثالونه يې دلندن،مادريد،بالي،اندونيزيا،ماليزيا اودنړۍ نوروبرخوکې چاودنې وې.
ترټولوPatheticاوځورونکې داده چې هرتروريستي عمل اوفعاليت چې ددوى لخواترسره کيږي همدغه ترهګريزسازمانونه يې په اسلام اومسلمانانوپورې تړي مسلمانان اواسلامي نړۍ له يوې خوادهمدغوترهګريزوبريدونوښکارده له بل لورې دامريکالخوادپيل شوې دروغجنې ترهګريزې جګړې ښکاراوقربانيان هم دوى دي.چې ښه مثال يې په افغانستان،صوماليا،پاکستان،يمن اونوروهيوادونوکې دالقاعده پرنامه په بې ګناه ولسي وګړوبې رحمانه اووحشيانه بمباري اوبريدونه دي.همدغه ترټولوسترترهګرهيوادامريکاټوله نړۍ دترهګرۍ په نوم ويره،ډاراواضطراب کې اچولې ده.
تروريزم،تروريست اودتروريزم په ضدجګړه ددوى لخواتعريف اومتعين کيږي چې داپه خپله ددغه سترمغرض اوصهيونستي هيوادچل اودهوکه ده دوى دخپلواهدافو،موخواومعيارونوپربنسټ په يوه هيواد،سازمان اوشخص دترهګرټاپه لګوي اووروسته بياټوله نړۍ چې له مخکې څخه ددوى لخواترسره شويواوترسره کيدونکوترهګريزوفعاليتونوپه ويره اوترهه کې اچولي وي له ځان سره يوځاى اوپرټاپه شوي بلوسه يوسي.حماس چې دخپلواک اوآزادفلسطين لپاره مبارزه اومقاومت کوي ددوى پروينااوپريکړه ترهګرخوځښت ګڼل کيږي همداسې الشباب الاسلامي په صوماليااو دچيچنيادآزادۍ خوځښت اوداسې نورډيرتحريکونه چې ددوى له سلطې اوغلامۍ څخه ځان اوهيوادونه خلاصول غواړي دترهګرۍ ليبل Labelپرې لګيږي.
ددغې استعماري ايډيالوژۍ سره دمبارزې په موخه بايدلومړى په دې روانه هسې تش په نوم ترهګريزه جګړه اواتحادکې دخيل بشر دوسته په ځانګړې توګه اسلامي هيوادونه لاس پرسرشي اوبيابايددهغوهيوادونوخصوصاًامريکاپروړاندې چې ددغې ايډيالوژۍ توغ پورته کوونکې اوحمايت کونکې ده سره په ګډه يې پروړاندې ودريږي اوله دې څخه پرته دې دملګروملتونواونورواړوندوسازمانونوڅخه دتروريزم اوتروريست دبياکتنې اوتعريف غوښتنه وکړي ترڅويومتفق اوټولوته منلى تعريف رامنځته شي چې بيايې په راتلونکي کې څوک دخپلوشومواومغرضواهدافواوموخومطابق تعريف اوتفسيرنه کړي.