زه د یوه پخوانی محصل په توګه د کابل د ښوونې اوروزنې پوهنتون د محصیلینود روا غوښتنونه
ملاتړکوم او دهغوي په مقابل کې د کابل د تنظیمی پولیسودقهرجن عمل غندنه کوم اوهمدارنګه له ژوبل شوواونیول شووکسانوسره د زړه له کومی خواخوږی څرګندوم. هيله لرم چې ټول هېوادوال په تېره بیا د کابل ښاریان د محصیلینود دې سوله ایزې غوښتنې ترشا ودریږی اود پولیسود زورزیاتی غندنه وکړی.
سلاح الدین صیب ته پکارؤچې خپل پلاريې په خپله پلرنې هدیره کې ډېرپه قدراوعزت سره خاوروته سپارلۍ واي اوهیچاته یې دااجازه نه واي ورکړې چې دده د ارواښاد پلارپه جنازه کې غویمه جوړه کړی ، سیاسی ګټه پورته کړی اومرګ پرکرزی اوداسې نور بیځایه شعارونه ورکړی.
که د دې کارشونتیا نه وای نوبیا د اتیا زره کابلیانو د ارواګانواوهمدارنګه دهغوی د خپلوانوپه خاطر
د وزیراکبرخان پرځای په آرګ کې خاوروته سپارل شوۍ وای. یوخوبه يې کرزی هره ورځ زیا رت کاوه بل داچې ددوۍ ارواښاد پلار له دې ماڼۍ سره سخته مینه لرله. له همدې کبله يې د شپږومیاشتو موده څلوروکالوته ورسیده ترڅوچې طالبانوپه زورپسې واخېست اوله کولابه یې هم تېرکړ.
همدارنګه په پښتوکې متل ده چې وايي چې که په ړانده باندې ملنډې وهې نود بینا خطاب ورته وکړه ، داځکه وایم چې ارواښاد هیڅکله له طالبانوسره سوله نه غوښته اونه یې هم دده تنظیم غواړی. ما پخپلوغوږوترینه اوریدلی دی چې ویل يې غت غت بمونه واچوۍ. اوس ورته وايي قهرمان صلح ، شهید صلح او داسې نور.
له ؤلسمشرکرزی نه زمونږهیله داده چې نور بې تفاوته پاته نه شی ، له خپل قانونی صلاحیت نه کارواخلی او د پوهنتون دنوم اړولوپرېکړه بېرته واخلی.
که نه نود کابل تنظیمی پولیس تراوسه پورې هم محصیلینوته غاښونه چیچی اوخدای د نکړی که اعتصاب کوونکو محصیلینوته مرګ ژوبله واړوی، مسؤلیت به يې په خپله د ده پرغاړه وی.