دهلمندولایت دفتر لراوبرته خبر ورکړی،چي نن په هلمندكې په دووجلاچاودنوكې څلورتنه مړه اودوه نورټپيان شویدی.
دمخالفوډلولخوادخښ كړل شوي ماين لومړى چاودنه د سه شنبې په ورځ سهاروختي دنادعلي ولسوالى دلوچك په سيمه كې دولسي وگړوپريوه كرولاموټررامنځ ته شوې ده ،چې دچاودنې په پايله كې يې زموږدرى تنه بيگناه هيوادوال وژل شويدي.
د نوموړى سيمې په دوه كيلومترى كې دمخالفینولخوا دماين دوهمه چاودنه هم يوساعت وروسته هغه وخت رامنځ ته شوه چې پوليسوغوښتل خښ كړل شوى ماين شنډكړي .د ياد شوى ماين دچاوديدلو له امله يوپوليس مړاودوه نورټپيان شوي دي.