پرون شپه ډېره درنده او ویرونکې وه.باڼه مې سم پښتانه شوي وو، تر سهاره یو بل ته نږدې نشول.
یو ناڅاپه به پورته شوم، خپل هډونه به مې وکتل، پوره به وو. د وړو ویدو ماشومانو لاسونه او پښې به مې وکتلې پوره به وې. بیرون به ووتم خاموشي به وه. بیرته به راغلم.
و به غځېدم. ایة الکرسي به مې تلاوت کړه، نور یاد سورتونه به مې تلاوت کړل، خو سکون رانه کډه کړې وه.
هره شیبه یو غږ راته او دې غږ زما په هډونو لړزه راوسته.
لکه ځنګل کې چې نیمه شپه یوازې روان یې.
لکه په ماشومتوب کې چې د شپې یوازې له کومې هديرې تیریږې.
لکه د جسدونو په منځ کې چې یوازې ناست یې او لکه ….
دا غږ د یوه ماشوم و، خو د هغه په حنجره کې دومره زور و چې له زرو کیلومترو ډېر واټن یې واهه.
دا هلمندی ماشوم و،له هلمنده یې چیغې وهلې او ان په جلال اباد کې زما تر خونې را رسېدې.
هغه په ژړا ویل: د مور، پلار، وریندار او… لاسونه او پښې غوڅ شوي، شفاخانې ته یې وړي.
ما لیده چې هغه څنګه د خپلې کورنۍ د لاسونو او پښو پریکېدلو ننداره کوي،
څنګه د خپلو نورو همزولو پرې شوو هډونو ته ګوري
او څنګه ورته یوازې غلې- غلې ګوري
هغه،نور له ځایه نشي خوځیدی، چې هر ګام اخلي په وینو کې ښوییږي،تر ګام لاندې د خپلې کورنۍ دغړو غوښې راځي.
هغه به همداسې په وینو ککړ دیوال ته تکیه ناست وي
نور به یې د ژړا وس بایلولی وي، یا به ورته خپله ژړا بې ګټې ښکاره شوي وي.
خو د هغه بیګانۍ چیغې به تر عمره زما په مغزو کې ازانګې کوي.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
د تلې ۱۸مه.۱۳۹۱
یادښت:
پرون ماسپښین د هلمند په لښکرګاه کې د یوه موټر په ذریعه ځانمرګي برید وشو، چې د امنیتي کسانو په ګډون عامووګړو ته یې هم درنه مرګ ژوبله واړوله.
کلید راډیو د همدې برید د قربانیانو د کورنۍ یو ماشوم غږولی و او د شپې لس بجو په خبرونو کې مې د هغه له ژړا نه ډک غږ واورېد.