دڅوورځو راهیسي دلغمان ولایت په مختلفو سیمو کښي ددولت دمخالفینو له خوادغیري قانوني پوستو اچول زیات سوي دي. همدا اوس ( د ۱۳۹۱ دمېزان ۱۸ مه) دسهار پرلس بجې او شل دقیقې، دالینګار او مهترلام پرعمومي سړک دبېسرام په سیمه کښي ددولت دمخالفینو له خوا یوه پوسته اچول سوې ده. ددغه پوستي مسلح کسان دسپرلیو موټران ددولت اودمؤسساتو دمامورینودپیداکولو له پاره دروي او تلاشي پکښي کوي.
د روان کال(۲۰۱۲) داکتوبر پرشپرمه نېټه، دقرغه يي ولسوالۍ دکڅ عزیزخان دډوبۍ هوټل ته نزدې- چي دکابل او جلال اباد پرلو لاره پروت دﺉ- ددولت مخالف ځواکونو یوه پوسته اچولې وه. لراوبر ته درا رسیدلي خبر له مخي، ددغي پوستې وسله والو پنځه کسه مسافرین په دې تور له موټرڅخه کښته او وتښتول چي ددوي په وینا له دولت سره یې کار کاوه. سرچینه زیاتوي چي افغان امنیتي پولیسویادي سیمي ته ډېرژر ځانونه ور رسولي او څلورکسان یې دمخالفینو څخه خلاص خو پنځم نفر لا تراوسه نامعلوم دﺉ. طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دکندهار،کابل اوجلال اباد پرلولاره باندي دغه ډول پیښي ډېري رامنځ ته کیږي چي مسافرین یې اندېښمن کړي دي.