کابل:لکه څنګه چي انتظارکیده پولیسونن دښوونې اوروزنې پوهنتون پرمحصلینوباندي وسله واله حمله وکړه
په دغه پیښه کي ددی پوهنتون درې محصلین ټپیان اوڅلورنورنیول شويدي.دنیول شووکسانو په منځ کې ددې پوهنتون دادبیاتو پوهنځي دپښتوڅانګې معیوب محصل محمد یاریارهم شامل دی.
دښوونې اوروزنې پوهنتون محصلینودلوحې پرسرجنجال ددریواوونیوڅخه واوښتې. محصلینو په دی اړه دولسمشراودسولی دعالی شورارییس صلاح الرین ربانی سره جلاجلاخبری وکړي. ولی ولسمشر اوربانی ددوی غوښتونوته دځواب اصلی ټکی څرګند نکړی .دغه محصلینونن دهغې لوحې دراکښته کولولپاره سره راټول شوي وو،چې دولسمشردفرمان له مخې یې دښوونې اوروزنې پوهنتون( دسولې شهید پروفیسوربرهان الدین رباني پوهنتون ) په نوم اړول سوی لوحه راکښته کړی.محصلینو دوی ورځې مخکي ویلی وو،چي که دولت ددوی ِغوښتني ونه مني دوی به دغه لوحه په خپله را کښته کړي.
دنن ورځی اوسني مالومات ښیی ،چي دمحصلینواوپولیسوترمنځ په شخړه کې درې محصلین سخت ټپیان دي اوڅلورمحصلین دپولیسولخوانیول شويدی. پولیس په معترضومحصلینو پسې کوڅه په کوڅه ګرځي اودنیولوهڅه یې کوي.دخبرسرچینه وایی،چي یوشمېرنورمحصلین هم دپولیسوسره داخ وډپ په منځ کې وهل شوي اوټکول شوي دي.نن ددوشنبې په ورځ دښوونې اوروزنې پوهنتون دروازه دمحصلینو پرمخ تړلې ده اوشاوخوادپولیسوکمربندونه لیدل کېږي.