کور / سياسي / کرزی امریکا او افغانانو سره دوه مخی سیاست کوي

کرزی امریکا او افغانانو سره دوه مخی سیاست کوي

دولسمشر حامد کرزي وروستۍ وینا امریکا يي چارواکي سخت راپارولي دي ، دامریکا ددفاع وزیر وايي چېولسمشر کرزی دی دغوسې او نیوکو پر ځای له امریکا یانو مننه وکړي . هغه وايي چې امریکا په افغانستان کې قربانۍ ورکړي او افغان ولسمشر ته پکارده تر څو د هغو سرتېرو ستاينه او له قربانيو څخه يې يادونه وکړي، چې د افغانستان لپاره يې جنګ کړى او ځانونه يې قرباني کړي دي.
دا خبري دامریکا ددفعاع وزیر وروسته له هغه وکړې چې کرزي دتېري پانج شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې پر امریکا نیوکي وکړې . ولسمشر کرزي وویل چې امریکا په پاکستان کې د تروریستانو پر ملاتړ کوونکو د برید پر ځای په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په ځپلو او افغان پوځ ته د پرمختللو وسلو په نه برابرولو سره یوه دوه مخیزه لوبه پیل کړې ده.
ښاغلي کرزي ګواښ وکړ، چې که متحدایالات د سرحد بلې غاړې ته د وسله والو د ځپلو لپاره افغانستان ته عصري وسلې ورنکړي نو دی به یې له نورو هېوادونو څخه واخلي .ده وویل، ناټو او افغانستان باید دا جګړه په هغه ځای کې وکړي چې د تروریزم جرړې پکې دي، خو امریکا هلته تلو ته چمتو نه ده او دا ښيي چې یوه دوه مخیزه لوبه روانه ده. کرزي وویل، امریکا وايي یو څه او کوي بل څه.
کرزی صاحب داسي ښکاري چې هغه ځای چې ستا نخښه ده (پاکستان) تر تاسو امریکا ته ډېرباوري او ورتېر دی . امریکا پر تاسو غوندي خلکو باندي هیڅ کله ښايي دپاکستان دوستي ورنکړي . ددغې خبري دپاره هم دوره بس دي چې نه خو تر اوسه امریکا پاکستان ته دومري پیسې ورکړې دي لکه تاسو ته چې درکړې او نه هم سهار او ماښام دپاکستان سیاست ستاسو په څېردامریکا په وړاندي بدل شوی او اوښتی دی .
کیدای شي‌پاچاهي ستاسو حافظه زیانمنه کړې وي ، کنه دا خو هغه امریکا ده چې د (بي ۵۲) الوتکو پر وزر یې تاسو افغانستان ته راغلاست ، ښايي ستاسو به هېر وي چې دا هغه امریکا ده چې افغانستان ته یې ستاسو په مشري کې دومري ډالري ورکړې چې ټول افغانستان یې په سلګونو نوټونو باندي څوڅو واره پوښل کېدای شوای .
کرزی صیب کیدای شي ستاسو به هېر وي دا هغه امریکا یان دي چې تاسو یې توبه نه اعوذبالله تر پیغمبرانو هم زیات هرکلی کاوه .
کرزی صیب دا هغه امریکا يي سرتېري دي چې دخړو طالبانو په وړاندي به تاسو شهیدان بلل . زما ښه یاد دي ستاسو دهغه وخت دکندهار والي ګل آغا شېرزي په یوه خبري غونډه کې وویل چې په منډیګک ماڼۍ کې جوړه وه چې «تېره شپه په پاشمول کې بمي چاودنه شوې ده ،درې عسکر ورکي وژل شوي او دوه امریکا يي پوځیان شهیدان دي »
کرزی صیب دا هغه امریکا يي چارواکي دي چې له برکته یې اوس ستاسو دوروڼو او خپل خپلوانو پیسې په بانګونو کې نه ځايېږي .
کرزی صیب دلیونپینټا په خبرو مه خوابدی کېږه ، امریکا دافغانستان دجوړېدو لپاره ډېر څه وکړل ،دا چې ته خپل پاله او مصلحت پاله وې دا ګناه دامریکا نه ده . زما په فکر تا نه هغه وخت ښه منیجمنټ وکړای شو او نه هم اوس ښه خبري کوې . ته دپاکستان په څېر لوبه کوې له امریکا سره ،خو دپاکستان لوبه دامریکا سره پر ډېرو تغیراتو ولاړه ده ، ته له بده مرغه نه دپاکستان په څېر قوي استخبارات لرې او نه دبده مرغه زموږ پوځ دفکر او نظریې پر بنسټ دپاکستانیانو په څېر جنګېږي .
زما په اند دلیون پینټا خبري بیخي پرځای دي . خو یوه کوچنۍ تېروتنه ورڅخه شوې ده که هغه هم اصلاح کړي دافغانستان لویه برخه ولس به د لیون پینټا دخبرو هرکلی وکړي . هغه تېروتنه داده چې ښاغلي پینټا ویلي دي چې دوی جګړه دافغانستان لپاره کړې ده . په حقیقت کې دا جګړه دافغانستان لپاره نه وه . که رښتیا امریکا دافغانستان دجوړېدو په خیال کې وای نو لس کاله وړاندي به یې ښاغلي کرزي ته دغه څه ویلي وای .
د افغانستان او امریکا په اړیکو کې په وروستیو څو کلونو کې لوړې ژورې ډېرې وې خو په خاص ډول د توکیو له کنفرانسه وروسته چې نړیوالې ټولنې تر 2015 کاله له افغانستان سره د 16 میلیارده ډالرو مرستو ژمنې پکې وکړې، په دې اړیکو کې نور سړښت هم راغی.
له بلې خوا په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر چې د ښاغلي کرزي له نژدې ملګرو څخه و، د ناروغۍ له وجې خپله دنده پرېښوده، خو نوی سفیر جېمز کنېنګهم له افغان ولسمشر سره هسې خاص اړیکي نلري او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن که څه هم له ولسمشرکرزي سره پرله پسې ټلفوني خبرې کوي، خو له ده سره د ملګرتیا اړیکي نلري.
ځینې افغان کارپوهان وايي چې ښاغلی کرزی دا څرګندونې په هېواد کې دننه د یوه خپلواک مشر په توګه د ځان د معرفۍ لپاره کوي، څو له هغو تورونو ځان وژغوري چې ګنې دی هرهغه څه ته تیار دی چې لویدیځ په تېره امریکا ورته وايي.
البته کرزي صیب ته په کار دي چې افغانستان تر خپلو شخصي ګټو قرباني نه کړي ، ده خو نه په تېرو ۱۱ کلونو کې سوله راوستلای شوه او نه یې هم یو طالب په دې قانع کړو چې دده حکومت ومني ، هرڅه یې وکړل یوازي او یوازي دخپل واک دساتلو او پر ده دراڅرخېدلو کسانو د ګټو لپاره چې لا هم غواړي دافغانانو په سترګو کې خاوري ورواچوي ، اوس هم غواړي چې دراتلونکې لپاره ځان هیرو ثابت کړي . زما په اند دا ناشونې ده او ښايي افغانان تاسو دعدالت ډګر ته راکش کړي .
کرزی صیب که امریکا له تاسو سره دوه مخی سیاست کوي بیا خو تاسو هم یو مخی سیاست نه دی کړی . که څه هم امریکا به ستاسو په وینا له تاسو سره دومخی سیاست کوي خو تاسو له امریکا او خپل ولس او هم داراز له خپلو ګاونډیانو سره هم دوه مخی سیاست کوئ چې له بده مرغه پایلی به یې ډېري خطر ناکي وي .
پای