کور / تازه خبرونه / هلمند: د ملي امنيت پر مامورينوځانمرګی بريد وسو

هلمند: د ملي امنيت پر مامورينوځانمرګی بريد وسو

بیړني خبر!
لراوبر ویب پاڼی ته یو ی خبري سرچیني ویلي، چي دهلمندولایت په مرکز لښکرګاه ښارکې نن له غرمې وروسته شاخوادوي بجې یوځانمرګې بریدترسره شو.دهلمند دامنيه قوماندانۍ مرستيال ډګروال غلام رباني رسنیوته ويلي ،چې داځانمرګى بريد ديوه تونس موټر په وسيله ترسره شویدی .نوموړی په بریدکې دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
مګريوې بلې امنيتي سرچينې چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله ویلي , چې دلومړنيومعلوماتو له مخې په دې پېښه کې دملي امنيت دوه کارکوونکي وژل شوي اودوه ټپيان دي . په بریدکي دملکي وګړودټپیانوشمیر ۱۴ تنوته رسیږی چي ښځي اوماشومان هم پکښې شاملي دي. سرچینه وایی چي تپيان روغتون ته لیږدل سویدی.په دې اړه به نورتازه مالومات ورورسته وړاندې شي. ددي پیښی پړه تراوسه پوری کومې ډلې په غاړه نده اخیستي.