کور / تازه خبرونه / هوګوچاویز دونیزولا دولسمشری ټاکنې وګټلې.

هوګوچاویز دونیزولا دولسمشری ټاکنې وګټلې.

درویترزاونړيوالوخبروله مخې دوینیزولااوسنې ولس مشردڅلورم ځل لپاره دولس مشری ټاکنې وګټلې .
نوموړۍ خپل مخالف حریف آنریکه کا پریس ته ماته ورکړه اودټول ټاکنې(۵۴ ٪ )سلنه یی لاسته راوړه. دچاویزطرفدارانودوینیزولاپه پلازمینه کاراکوس ښارکي دخوشا لیواوخوښیوناری وهلې اواتڼونه یی کول.
په ټول ټاکنه کي دګرده هیوادپه کچه د رایی ورکولومستحق کسان ۱۹ میلیونه ته رسیده چي ۸۰٪ سلنه خلکو یی په دغه ټاکنوکي برخه اخیسته ده. دانتخاباتوکمیسیون رییس وویل چي چاویز د ټاکنو۵۴،۴۲٪سلنه اودهغه مخالف لوری۴۴،۹۷٪سلنه رایی لاسته راوړی دی.ویل کیږی چه درایی ورکولوپه وخت کي دخلکواوږده قطارونه ولاړو ،تر څو خپلي رایی وکاروي.
هوګوچاویز ۵۸ کاله عمرلری اود ۱۹۹۸ میلادی کال راهیسي دوینیزولاولسمشردی. ښاغلي چاویز په نړیواله کچه یو مشهور پیژندل سوي جنجالې څیره ده ،چي دامریکاپر سیاست باندی ډیری نیوکي کوی. هغه دلاتیني امریکایوه ډله هیوادونه هم دځان ملګری کړیدی. چاویزدخپل هیوادزیاتره سوداګری اصلی شتمني ملی کړیدی. وینیزولاپه نړۍ کي دتیلوراایستلوغټوهیوادونوڅخه ګڼل کیږي چي دتیرولسوکالوپه موده کي دتیلودبیه لوړوالې دهغه هیواددخلکوددرملني په روغتیای او ټولینزو چاروی کي ډیره ګټه لاسته راوړه.
۵۸ کلن چاویز تیرکال دسرطان دناروغې له کبله تردرملنې لاندی و،اودکیوبا پّه هیوادکی یی ددی مرض درملنه وکړه او اوس جوړ ښکاری. د ټاکنودرایی اچونې پروخت هغه خلکوته ووییل :چي راځي دخلکونظرونه واورو،د ټاکنو پایلي ومنو،اصلې دیموکراسي قبوله کړو تر څودونیزولاجمهوریت د پرمخ تګ پرلاره کي کوټلي ګامونه پورته کړو.
هوګوچاویز دکیوبا،روسیي او ایران سره دوستانه اړیکي لری ،ولي دامریکا او غربی هیوداونوسره یی اړیکي ترنګلي ښکاری.