کور / تازه خبرونه / دهلمند ولایت په یوه ټرافيکي پيښه کي درې تنه ووژل شول

دهلمند ولایت په یوه ټرافيکي پيښه کي درې تنه ووژل شول

دهلمند ولايتي چارواکي وايي،چې پرون یکشنبه دغرمي مهال دیادولایت دګرشک ولسوالۍ دکندهاراډې په سیمه کې یوموټرسایکل له یوه باروړونکي موټرسره ټکرشو.
د والي ویانداحمد ځيرک رسنیو ته ویلي،چې په دې پېښه کې درې تنه موټرسایکل سپاره،چې یوه دولس کلنه نجلی،یو هلک او یودپوخ عمرسړی وو،وژل شويدی.ځيرک زیاتوي،چې یاده پېښه د موټر چلوونکي دبې پروايي له امله رامنځته شوې ده. یادونې وړده،چې دوه ورځې وړاندې هم په همدې ولسوالۍکې یوموټرسایکل دبهرنیوځواکونوله موټرسره ټکر شوی و،چې له امله يې موټرسایکل چلونکی اوورسره پر موټرسایکل ناسته ښځه وژل شوي وو.