کور / شعر / د ماشومتوب یو انځور

د ماشومتوب یو انځور

هغه ورځ باندې چې ما کړې
په دنیا سترګې رالوڅې
یو ښایست و بل ګلان و
شین چمن و سپین مخونه
زرین لمر صافه هوا وه
هره خوا شنه وه سمسوره
نه ټګي وه نه بره ګي وه
پاکې ژبې پاک نیتونه 
شاپرکو به زه بوتلم
لاس نیولئ زه ښکلا ته
څو مې سترګې غړولې
که ژوندون و نو ښکلا وه
شاپرکو به مې یووړ
هغه زړه چې زه یې څښتن وم
حواله به یې که ښکلا ته
په مسکا به وه شتمنه
په بېوزلو ډکو سترګو
ما به سوال د زړه ترې وکړ
زړه یې غوښتل چې یې راکړي
هم مې زړه بیرته هم کام خپل
خو غومبسو به راټوپ کړه
له ښکلا نه به یې بیل کړم
زه یوازې زړه مې هلته
شاپرکې به هم ولاړې
دا تور مخې بنګېدلې
هم له کرکې رېږدېدلې
په ګلانو کې له ډاره
شاپرکې پټېدلې
وې هوښیار شه که یې اورې
دي غومبسې حاکمانې
شاپرکې دي بې ځواکه
هم ضعیفې هم بېواکه
چې زه پوه شوم دا ژوندون دی
چې نفس کاږه او ښوره
خواږه نسته هر څه تریخ دي
نه اخلاص شته نه لورینه
ماوې خدایه ستا حکمت دی
یو مخ مینه بل نفرت دی




ډیورند


انګرېز څه کړمه چې راغئ
څه یوه پېړۍ د وړاندې
ډیورند یې راروان کړ
د ابلیس نخچه په ورغوي
پېښور یې له کابله
په یوه لښته جلا کړ


   ======


انګرېز څه کړمه چې راغئ
او له هنده یې راترپلل
له حرصه ډکې سترګې
د افغان خاورې ته برګې
پېښور يې له کابله
په یوه لښته جلا کړ


=======


انګرېز څه کړمه چې راغئ
وږې سترګې تورې داړې
دلته په افغان کې
چې یې وکړلې نادودې
په هر سوک د افغانانو
ټولې واڼې یې ترې لاړې  
 =======
راځئ چې بېرته یو شو
مخ دې ورک شي د کلدارې
یو بل نوی افغان جوړ کړو
چي هم جاز لري هم داړې
لرو بر پښتونه جوړ شه
د کابل پیښور لارې


 2008  Feb 18