بسم الله الرحمن الرحيم
حکومت د محصلینو وینې غواړې
نن درېیمه اونۍ شوه، چې د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلین سولییز لاریونو ته دوام ورکوي او خپل پوهنتون د استاد برهان الدین په نامه نه غواړي.
دوی څو ځلې د پوهنتون مخته سره راټول شول.
چې چا یې ږغ وا نه ورېد، بیا یې څلور وارې د افغانستان تر ولسي جرګې لاریون وکړ او څلورم وار یې د ولسي جرګې دروازې د وکیلانو پر مخ وتړلې؛ د ځینو وکیلانو له خوا توهین آن تر موټر لاندې کړای شول.
چې دې هڅې یې هم نتیجه ور نه کړه، د پوهنتون اداره او ټولګي یې بند کړل، د پولیسو له خوا ووهل شول، لاس او پښې او سرونه یې مات کړل شول او ډزې پر وشوې.
بالاخره د ملي امنیت ریاست له خوا یې استازي ولسمشر حامد کرزي ته ور وستل شول، ولسمشر ورته وویل، د استاد رباني په نامه یې د دوی پوهنتون د نومولو له امله ګنا کړې ده، اشتبا یې کړې ده او درې واره یې ورته تکرار کړه، چې ملامت یم، ملامت یم، ملامت یم؛ او دایې هم ورته وویل ، چې د فرمان ورکولو صلاحیت یې لاره، خو د بېرته اخیستلو توان یې د سولې د عالي شورا رئیس (صلاح الدین رباني) سره دی، وروسته یې هغه ته زنګ وواهه چې د محصلینو نمایندګان خپل حضورته ومني او پر دې مسئله خبرې ورسره وکړې، هغه محصلین ولیدل خو ورسره ویې نه منله.
په دې سلسله کې محصلینو تر ډېرو نور مراجعو او د ولسي جرګې تر وکیلانو پورې وځغستل خو تر اوسه یې مثبته پایله نه ده اخیستې.
محصلینو پر مدني ټولنو او ګوندونو هم ږغ وکړ، چې د دوی د ملاتړ اواز پورته کړي، مګر دا اواز لا نه دی پورته شوی.
نن محصلینو فیصله کړې ده، چې بیا د پوهنتون دروازه وتړي.
ودان افغانستان ګوند د محصلینو غوښتنه پر ځای او قانوني بولي او د دوی کلک ملاتړ کوي او پر حکومت ږغ کوي، چې د محصلینو غوښتنې او د ملت ارادې ته په احترام سره دا مسئله په سولییز ډول اواره کړي؛ پر هغوی دې ډزې نه کوي، لاس، پښې او سرونه دې نه ورماتوي، او د دې انتظار دې نه کوي چې محصلین مړه او ژوبل شي، بیا لاس په کار شي.
دا مسئله خدای مه کړه په یوه لویه فاجعه بدلېدونکې ده، لا وخت شته، چې حکومت یې غم وخوری، کنه نو د هر ډول ناورین پړه به د حکومت او پارلمان پر غاړه وي.
واګ، هم پر ټولو کورنیو او باندنیو مدني ټولنو، ګوندو او بشري سازمانو د محصلینو د ملاتړ ږغ کوي.
په درنښت
فرهنګي کمېسون
ودان افغانستان ګوند
کابل افغانستان
۱۵/ ۷/ ۱۳۹۱