کور / تازه خبرونه / د کاپیسا ولایت د شهید عبدالهادي ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د کاپیسا ولایت د شهید عبدالهادي ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

کاپیسا: د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالي د شهید عبدالهادي لیسې نوې جوړه شوې ودانۍ دروان کال د تلې میاشتې په ۱۵ نیټه پرانیستل شوه. په نوموړي ښوونځي کې ۹۵۰ تنه هلکان زده کړه کوي. دغه ودانۍ په دوو پوړوکې په پاخه او اساسي ډول ددوه جریبه ځمکې په ساحه کې چې دسیمې دخلکو لخوامعارف ته ډالۍ شوې وه، دیوکال په موده کې جوړه شوه. د ښوونځي پر ودانۍ ۲۲۰زره امریکایي ډالر لګیدلي ،چې لګښت یې دولایتی بیارغوني ټیم لخواورکړل شویدی. ښوونځی ۲۸ درسي ټولګي، ۶ اداري خونې اونورې اړینې آسانتیاوې لري.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه دنوموړې لیسې په انګړ کې جوړه شوې وه د کاپیسا یو شمیر سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، ښوونکواوزده کوونکو ګډون درلود.