کور / تازه خبرونه / د غزني دآب بندولسوال دسختو ټپونو له امله مړسو.

د غزني دآب بندولسوال دسختو ټپونو له امله مړسو.

غزني: د غزني د آب بند ولسوالۍ ولسوال عبدالمتين چې تېره اوونۍ د ماين په يوه چاودنه کې ټپي شوى و،دسختونو ټپونو له امله یی ساه ورکړه.
دنوموړي پر موټر يوه اوونۍ وړاندې دآب بند ولسوالۍ دسرفرازکلاپه سيمه کې دماين چاودنه شوې وه،چې له امله يې ولسوال له دووساتونکوسره ټپي او دوه پوليس وژل شوي وو.
د غزني والي موسى خان اکبر زاده وايي،چې په ياده چاودنه کې ولسوال سخت ټپي اويولاس يې هم پرې شوى وو.والي نن رسنیوته خبر ورکړو، چې ولسوال عبدالمتين نن دکابل دسردارمحمد داوؤدخان په ٤٠٠ بستريز روغتون کې دسختو ټپونوله امله ساه ورکړه.اب بند ولسوالۍ د غزني يوه له نا امنو ولسواليوڅخه ګڼل کېږي.