دملي دفاع وزارت رسنیوته خبر ورکړی ،چه دهیوادپه بېلابېلوسيموکې دملي اردودڅلوروسرتېرودوژل کېدلواواتو نورود ټپي کېدلو خبر ورکړیدی.
د دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي،چې په غزني، زابل، کندهاراوبادغېس ولايتونوکې ددولت دوسله والو مخالفينو په وسله والوبريدونواودماين په چاودنوکې دملي اردودوه سرتېري وژل شوي اوڅلورنور يې ټپيان شويدي.
سرچينه زياتوي،چې دغه راز په ورته پېښوکې دغور،فارياب، نيمروزاوهلمند ولايتونو په اړوندوسيموکې هم،ددغو ځواکونودوه نورسرتېري وژل شوي اوڅلورتنه يې ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه د اتو وسله والودوژل کېدلواوشپاړسو شمکنوکسانو د نيول کېدلو خبر هم ورکړل شویدی.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، يوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي اردوځواکونو لاسته ورغلي دي.د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.