کور / تازه خبرونه / اسفندیار ولي خان :د ډیورنډ کرښي پريکړه به پښتانه پخپله کوي

اسفندیار ولي خان :د ډیورنډ کرښي پريکړه به پښتانه پخپله کوي

د امریکا غږ ډیوه راډيو د پریس کانفرنس په خپرونه کې د برخې اخستو په وخت د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان وؤیل چې د پاکستان قبایلې سیمې فاټا ته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د غړیتوب ورکولو په حق کې دی. خو زیاته یې کړه چې فیصله به د فاټا خلک په خپله کوي.یو شمېر اوریدونکو دغه ځواب ته چې د پاکستان او افغانستان تر مینځ د ډیورنډ کرښه مني او که نه- ښاغلي اسفندیار ولي خان وویل په دغه اړه به د قام فیصله مني- د برلین دیوال غورځولو ته په اشاره کې هغه وؤیل چې هغه دیوال جرمن قوم مات کړی وو.د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د حملو په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې اسفندیار ولي خان ویلي پکار ده نه د افغانستان او نه هم د پاکستان خاوره د ترهګرۍ لپاره استعمال شي. هغه اوویل دواړه ګاونډې هیوادونه دي. او که حملې د وزیرستان او یا د کونړ نه کیږې نو حل به غواړي. هغه زیاته کړی، پکار ده د پاکستان خاوره د هیڅ بهرنې هیواد پرضد پکار نه شې. هغه وویل د افغانانو په مشرۍ کې د سولې خبرو کې ګډون ته تیار دی.په ټویټر باندې د ټایمز ورځپانړې لیکوال ډاکټر تقی دغې پوښتنې ته چې د مرکزې وزیر حاجي غلام احمد بلور لخوا د اسلام مخالفه فلم جوړونکي پر ضد یې د پیسو په اعلان څه ګام اخستې. نو اسفندیار ولي خان وویل چې د امریکې صدر اوباما په ملګرو ملتونو کې ویلې چې فلم جوړونکي پر ضد څه کولی نه شې- ځکه چې د رایې د اظهار ازادې لري ښاغلي اسفندیار ولي خان وویلی نو که امریکا کې چاته د رایې د ازادۍ اظهار شته نو ولې دغه ازادې بیا بل چاته نه ورکوي.اسفندیار ولي خان ویلې په صوبه کې په سلګونو سکولونه تباه کړل شوي خو وایې که خلک سکولونه ورانوې نو عوامي نیشنل پارټي په یې جوړوي. په پاکستان کې د پوښتنو په ویشل شوو برخو او سیاست بادنې د یوې پوښتنې په ځواب کې اسفندیار ولی خان وویل چې تر څو د بلوچستان خبره ده نو هلته د محمود خان اچکزي په مشرۍ کې پښتونخوا ملی عوامي پارټي غواړي چې پخوانۍ کمشنرۍ کې د پوښتنو د شاملو برخو لپاره صوبه جوړه کړي.