کور / تازه خبرونه / شاهدالله خان :عمران خان ته دجنوبي وزيرستان د تگ اجازه نشته

شاهدالله خان :عمران خان ته دجنوبي وزيرستان د تگ اجازه نشته

جنوبي وزيرستان : جنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ شاهدالله خان وئيلي دي چې دامنيتي انديښنو له امله به تحريک انصاف ته دجنوبي وزيرستان کوټکي سيمې ته دورتگ اجازه ورنه کړو . خبريالانو سره خبرو کې پوليټيکل ايجنټ وويل دجنوبي وزيرستان حالات ددغه شان ستر لاريون لپاره مناسب نۀ دي او دتحريک انصاف په مشرۍ امن مارچ ته جنوبي وزيرستان ته دنۀ داخليدو دغه فيصله هغه پخپله کچه کړې نۀ چې دوفاقي حکومت په وينا کړى ده .هغه وئيلي دي په دې اړه تحريک انصاف ته خبر ورکړى دى.دپاکستان يوسياسي گوند تحريک انصاف دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون دبريدونو په ضد دجنوبي وزيرستان په کوټکي سيمه کې په 7م اکتوبر دامن لاريون اعلان کړى دى.دتحريک انصاف وياند نعيم الحق وئيلي دي ددغه ريلۍ مقصد امن دى او هغوي دچا سره څه رقم ټکر نۀ غواړي.هغه وويل که چرې دحکومت له لوري په کوم مقام اودرولى شولنو هم هلته به جلسه کوي.حکومتي سرچينې وائي دتحريک انصاف لاريون به ټانک ته هم پرې نۀ ښودل شي او په ډيره اسماعيل خان کې به ددغه لاريون مخه نيولى شي. بلخوا دپاکستان دداخله وزارت چارواکو دجمعې په ورځ وئيلي دي چې دتحريک طالبان پاکستان ځينې ډلې دتحريک انصاف دامن لاريون دپه نښه کولو منصوبه بندي کوي.دغه چارواکي وائي چې دتحريک طالبان پاکستان ددغو ډلو ستر هدف به دپي ټي ائي لوړپوړى قيادت او لاريون کې برخه اخستونکي بهرنيان وي.دکورنو چارو دوزارت دنيشنل کاؤنټر ټيررزم اتهارټي (Nacta) يو هاغه لوړپوړي چارواکي چې ورته دپي ټي ائي دامنيتي انتظاماتو کار سپارل شوى پخلى کړى چې پي ټي ائي دتندلارو څخه خطره لري