کور / کتاب / چي ته مي ولېدې سندرې مې در وښويدې

چي ته مي ولېدې سندرې مې در وښويدې

چي ته مي ولېدې سندرې مې در وښويدې د هغه اثر نوم دی چي ۹۸ مخه لري او پخپله د خوست ولايت د ځوان پير مخکښ شاعر،ليکوال او ژورناليست ولي مرجان درمان په هڅوکښل شوی دی.
يادکتاب په دې وروستیو کې د ۱۰۰۰ ټوکه په تیراژ د خوست چاپ خونې لخوا په ښايسته او غټه پښتۍ په ښکلي کیفیت او صحافت چاپ شوی.

په دې شعري ټولګه کې ټول ۹۵ غزلونو ته ځای ورکړل شوی دی، چې په لومړيو مخونوکې پرې د ځوانو شاعرانو سباوون ستوري او محمد رحيم سکندر ليکنې کښلې . د کتاب په شاتنۍ پوښتۍ کې د شاعر ښکلی انځور هم کښل شوی چې لوستونکي ډېرژر پرځان شيدا کولای شي.

د کتاب مينه وال کولای شي چې ياده شعري ټولګه د هيواد په هر ولايت کې په هر کتاب پلورنځي کې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي له شاعر سره په اړيکه کې شي.

0799136874
Wali.darman@yahoo.com