کابل:ولسمشر حامدکرزى نن د ژورنالستانو په وړاندی وویل چي امريکا بایددستراتيژيک تړون له مخې له افغانستانه دفاع وکړي ،مګرامریکاپه ډاګه ويلي،چې دپاکستان دبريدونو پروړاندې دفاع ته چمتونده .
ولسمشر زياته کړه:”امریکایان وايي چي دا راپورونه ناسم دي اوڅرګنده نه ده ،چې له کومه ( راکټونه ) راځي او دوی دې ته حاضر نه دي، ترڅو هغې نقطې ته متقابل ځواب ورکړي ، چې بريدونه ترې پيل شوي دي.
کرزی وویل چي امریکا دپاکستان راکټی بریدونه نه منې نوځکه دافغانې خاوری دفاع ته هم زړه نه ښه کوي. کرزی زیاته کړه چی دافغانستان سره داسي جنګی وسلي نشته چي هغه ځای او نقطه په نښه کی کوم چي راکټی بریدونه زموږ پر خاوره باندی پیریږی. ولې موږ نه غواړو چي پر نوروسیموباندی متقابلي حملي وکړواودپولې پورې غاړي ملکي خلک په نښه کړو.
له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې پاکستان دافغانستان پر ځينو سرحدي سيموراکټي بريدونه کوي،چې له امله يې سلګونوتنوته مرګ ژوبله اوښتې اوډېرې کورنۍ د خپلوکورونو پرېښودولو ته اړ شوېدي .
حامد کرزي دغه موضوع څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هم مطرح کړه او د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو دسند له مخې ، بايد امريکا په دې برخه کې دافغانستان سره مرسته وکړي.د يا شوي سند له مخې، پر افغانستان د هر ډول تېري د رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري په بېړني ډول يوله بل سره په مشوره کې د سياسي، ډېپلوماتيکو،اقتصادي اونظامي اقداماتو په شمول، د دواړو لوريو په توافق اود دواړو هېوادونو داساسي قوانينو داحکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي.
خو د ولسمشر کرزي په وينا، امريکا په ډاګه ورته ويلي، چې له افغانستان څخه دفاع ته چمتو نه ده.دى وايي، چې امريکا دبريدونو شمېرې سمې نه بولي او نه يې ددې وړګڼي، چې ځواب يې ورکړل شي.دده په وينا:” امريکایان حتي دا هم نه مني، چې بريدونه شوي دي. ”
کرزي وايي ،چې افغانستان له امريکا څخه غوښتي، چې هوايي ځواکونه يې په عصری وسلواوالوتکوسمبال کړي، خو تر دې مهاله يې مثبت ځواب نه دى تر لاسه کړى.
کرزي وويل ،چې د ملي دفاع وزارت له جنرالانو سره پر دې بحث روان دى ، چې که امريکا اوناټو دافغانستان ځواکونه تجهيز نه کړي، نو څه کول په کاردي .
دى وايي ، پر دې بحث کيږي چې افغانستان له امريکا سره د شوي ستراتيژيک تړون انتظار وباسي اوکه له روسيې ، چين او يا نورو هېوادونو څخه به وسلې وپېري.
خودده په وينا، ښايي د حکومت پرېکړه دا وي، چې که امريکا افغان پوځونه، نه تجهيزوي ، نو دافغانستان مخه دې نه نيسي ، تر څو له نورو هېوادونو څخه اړين تجهيزات واخلې.
که څه هم له يوې خوا پر افغانستان د پاکستان راکټي بريدونه روان دي، خو له بلې خوا افغانستان او پاکستان په پام کې لري ، چې په خپلو کې سره د اوږدمهاله همکاريو تړون لاسليک کړي.خو کرزى وويل، چې له پاکستان سره تر هغه، دا ډول تړون نه لاسليکوي، چې د افغانستان د حکومت شرطونه یی نه وی پوره کړی.
کرزي وويل، چې هغه نيويارک ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري او د برتانيا له لومړي وزير ډيوېډ کاميرون سره د “ترهګرۍ او افراطيت ” پر وړاندې مبارزه کې پر همکارۍ خبرې کړې دي.
ولسمشر کرزي د جمهوري رياست د راتلونکو ټاکنو په اړه وويل،چې افغانستان په ټول يقين سره د اساسي قانون او ډيموکراسۍ او د خلکو د رايو له مخې، د جمهوري رياست د ټاکنو او وروسته د پارلماني ټاکنو پر لور پر مخ ځي.
هغه وويل: ” هر ډول ټاکنې که هغه ناقصې هم وي، له يوه نامشروع حکومت نه ښې دي. “هغه وويل، چې د ولسمشرۍ د دورې له پاى ته رسېدو يوه ورځ وروسته هم د ولسمشر په توګه دده پاتې کېدل مشروعيت نه لري.ده له بهرنيانو وغوښتل ،چې د تېر په څېر د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي او ويې ويل چې هېڅ حالت او ناامني او د بهرنيو مطبوعاتو تبليغات د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نه شي نيولاى .د کرزي د څرګندونو له مخې، که ازادې ټاکنې تر سره شي، نو هېواد به خپله لار پيد اکړي .
د افغانستان د اساسي قانون د يو شپېتمې مادې له مخې، د ولسمشر دنده د ولسمشرۍ د دورې په پنځم کال کې د غبرګولي په لومړۍ نېټه تر ټولټاکنو وروسته پاى ته رسيږي او ټاکنې د ولسمشر د کار تر پاى ته رسېدو ٣٠ تر ٦٠ ورځو مخکې تر سره کيږي .دولسمشر کرزي دوره په ١٣٩٣کال کې پاى ته رسيږي.