د دوو بلجيم مېشتو کورنيو تر منځ په تاوتريخوالي کي يو ۲۸ کلن ځوان وژل سوی او دوه نور مرګوني زخميان سوي دي .
دغه پېښه د فيسبوک او مستعار نوم د استعمال له امله رامنځته سوې ده ، يو تن بلجيم مېشتی افغان لراوبر ته د پېښي په اړه وويل، د انتويرپن ښار يوه اوسيدونکي افغان چي مېرمن او يو زوی لري د فيسبوک له لاري د نجلۍ په مستعار نوم د سانت ترودن ښار د يوې اوسيدونکي کورنۍ د يوې نجلۍ سره پېژندګلوي پيل کړې وه ، خو وروسته ويلي وه چي نارينه دی مګر واده نلري او اړيکو ته يې ادامه ورکړې وه .
د سانت ترودن څخه د نجلۍ کورنۍ څو ورځي مخکي د هلک کورنۍ ته په جرګه ورغلي وه چي د خپل عزت د خونديتوب په خاطر نجلۍ ترې واده کړي ، دا وخت پوه سول چي هلک څه موده مخکي له افغانستان څخه مېرمن راواده کړې او اوس يو زوی لري .
تېره يکشنبه د بلجيم پوليسو خبر خپور کړ چي د انت ويرپن اوسيدونکي يوې افغاني کورنۍ پلار او زامنو د سانت ترودن مېشتي افغان کورنۍ تر منځ په جنګ کي د انتويرپن څخه ورغليو له ډلي څخه يو تن مړ او دوه کسه مرګوني زخميان دي .
پوليس وايي چي سبا د اکتوبر پنځمه نېټه په پېښه کي ښکېل کسان محکمې ته درول کېږي ، په پام کي ده چي د راتلونکي شنبې په ورځ به د وژل سوي کس جنازه په انتويرپن کي خاورو ته وسپارل سي .
يوه بل بلجيم ميشتي افغان لراوبر ته وويل چي د نجلۍ کورنۍ تر پېښي يوه ورځ مخکي پولیسو ته خبر ورکړئ و چي د انت ويرپن څخه يوې کورنۍ دوی ته د وژلو خبردارئ ورکړئ دی او د پوليسو څخه يې د احتمالي بريد د مخنيوي غوښتنه کړې وه خو تيري يکشنبې په ورځ د پېښي پر مهال د پوليسو تر راتګ مخکي ښکېلو خواوو خپلي چړې د يو بل په وينو سرې کړي وې .
د يادوني وړ ده چي فيسبوک په ټوله نړۍ کي د اقتصاد ، سياست او عامه اړيکو د پراختيا په لاره کي تر ټولو ښه نتيجه ورکړې ده مګر داسي ښکاري چي افغانان د نوي تکنالوژۍ سره پوره اشنايي نلري ، که يې وهم کاروي نو ځانونو ته د ګټي پر ځای زيان اړوي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه