کور / تازه خبرونه / پاکستان او روسيې د سيمه اييز امنيت پر ټينگښت ټينگار کړى

پاکستان او روسيې د سيمه اييز امنيت پر ټينگښت ټينگار کړى

اسلام اباد : د پاکستان او روسيې د سيمه اييز امنيت د ټينگښت لپاره د افغانستان د ستونزې پر کورني حل ټينگارکړې دى. روسيې د امريکا د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو په هکله د پاکستان د دريځ ملاتړ کړى دى. دواړو د خپلمنځي اړيکو د ټينگښت هوډ څرگند کړى. د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگئ لاوروف د خپل پلاوي په مشرۍ په اسلام آباد کې د بهرنيو چارو وزارت ته ولاړ او هلته يې لومړى د خپلې پاکستانۍ سيالۍ حنا رباني سره وکتل او وروسته د دواړو هېوادونو د پلاو ترمنځ رسمي خبرې پېل شوې چې په کې د سټيل ملونو د پراختيا، انرژي، ساينس، ټيکنالوژي او په سوداگريزو څانگو کې په مرستې غور وشو. دواړو وزيرانو گډ خبري کنفرانس ته خبرې وکړې. د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني وويل : له روسيې سره د ټولو اړيکو په ټينگښت اتفاق شوى دى او په راتلونکو مياشتو کې په د پاکستان او روسيې ترمنځ مرسته د ايم او يوز له لارې نوره هم زياته شي. په پارلماني کچ به اړيکي پراخه شي. حنا رباني وويل چې ډير ژر به د روسيې او پاکستان د ولسمشرانو وشي. دروسيې د بهرنيو چارو وزير په دې مهال وويل چې پاکستان سره منځنى ختيځ، افغانستان په ستونزز او د ايران په اتومي پروگرام خبرې وشوې.په سيمه ييز او نړيوال امنيت د ټينگښت ، د مخدره موادو او ترهگرۍ د مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو اړيکې ارزښمنې دي