کور / تازه خبرونه / دافغان دکډوالو دبیرته ستنیدا کار ۳۹ فیصده زیات شوی .

دافغان دکډوالو دبیرته ستنیدا کار ۳۹ فیصده زیات شوی .

اسلام اباد:له پاکستان څخه دافغانستان دکډوالو دبیرته ستنیدا کار ۳۹ فیصده زیات شوی . دکډوالو په چارو کښې دملګروملتونو سترې کمشنرۍ وویل دروان میلادي کال په نهو (۹) میاشتو کښې څه دپاسه څوارلس زره (۱۴۰۰۰)افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته بیرته ستانه شوي دي چې دغه اندازه دتیر میلادي کال په پرتله ۳۰ فیصده زیاته شوي ده . ددغه راپور پراساس په تیرو اوو (۷) ورځو کښې ۲۰۰۰ افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي . ملګروملتونو په دې خبرې سره چې له پاکستان څخه دافغان کډوالو دستنیدا بهیر دوام لري زیاته کړه په دوې کښې ډیر کسان هغه کډوال دي چې دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې وسیدل . په تیرو لسو (۱۰) کلونو کښې کابو شپږ (۶) میلیونه افغان کډوال له مختلفو هیوادونو په تیره بیا له ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي .