کابل:د ښوونې اوروزنې دپوهنتون محصلینو له ولسمشرحامدکرزي سره نږدی خبری وکړی .محصلینودولس مشر څخه وغوښته چي ددوی دپوهنتون څخه دسولې دعالي شورا دپخواني مشربرهان الدين رباني په نوم لوحه لیرې کړی.
محصلینورسنیو ته وویل چي ولسمشر ددوی څخه وخت واخیستی ترڅونن دبرهان الدين رباني له زوى صلاح الدين رباني سره په دې اړه خبرې وکړي.نژدې دوې اوونۍ مخکې د ولسشمرحامدکرزي په فرمان سره دکابل د ښوونې او روزنې پوهنتون دبرهان الدين رباني په نوم ونومول شو،چې پروړاندې يې ددغه پوهنتون گڼ شمېر زده کونکوسوله ایزلاريونونه وکړل.د کابل د ښوونې اوروزنې دپوهنتون قهرجنومحصلینودغوښتنواولاريونونوسره داولسې جرګی ځینو غړواومدنې ټولنوهم خپل ملاتړ اعلان کړی.
دنوموړۍ پوهنتون دمحصلینو یوه استازي عزيز الرحمن رسنیو ته وويل چي له ولسمشر سره له خبروڅرگنده شوه چې گواکې نوموړى په خپله دغه پرېکړه کې خپلواک نه دى.
ښاغلي عزيز الرحمن وويل ښاغلي کرزي ورته ويلي چې نن به دبرهان الدين رباني له زوى صلاح الدين رباني سره وگوري اودهغه دنظر وروسته بېرته ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورشي.
د ښوونې او روزنې دپوهنتون د محصلینو دغه استازي وويل چې ولسمشر حامد کرزي خپله دا نيمگړتيا ومنله چې دپوهنتون نوم دړه يانې لوحه بايددغلو په شان دشپې له خوانه واى لگول شوې اوله محصلینوڅخه پوښتنه شوې واى.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم د يوې رسنيزې خبرتيا په ترڅ کې د معترضو محصلینو او ولسمشر کرزي د ناستې پخلى کړى خو د جزياتو له ورکولو پرته ويل شوي دي چې په وروستيو ناستو کې به تر غور وروسته په دې اړه پرېکړه وشي.