د کندهار چارواکو په وينا د ايساف ځواکونو د هوايي قواوو په بريد کي تېره شپه د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالي کي ١٥ تنه وسلوال طالبان وژل سوي دي.
د کندهار والي وياند جاويد فيصل وايي د وسلوالو مخالفينو يوې ٣٠ کسيزي ډلي غوښتل چي تېره شپه دوې بجې د يادي سوي ولسوالۍ د تنګي په سيمه کي د محلي پوليسو پر پوسته وسلواله حمله وکړي چي د امنيتي دوربينونو لخوا ليدل سوي او تر هدف لاندي راغلي دي.
جاويد فيصل وايي په دغه هوايي حمله کي چي د ايساف د هيلي کوپترو په مرسته سوې پکښي ١٥ تنه وژل سوي او پاته نور يې په نژدې کورنو او باغونو کي پټ سوي چي د پيدا کولو لپاره يې چاڼيز عمليات پيل سوي دي.
د کندهار امنيتي چارواکو د خبر پر اساس د تيري شپې په بريد کي د وژل سوو وسلوالو مخالفينو مړي تر اوسه هم په سيمه کي پراته دي او ورسره لس ميله کلاشنکوف، پيکا، مرمۍ، لاسي بمونه او راکټ انداز هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
په دې اړه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د تېري شپې په عملياتو کي افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هيڅ ډول زيان نه دی رسيدلی .
د يادوني وړ ده چي طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه