کور / تازه خبرونه / د خیبر پښتونخوا پوهنتونونوکاربنديز اعلان کړ

د خیبر پښتونخوا پوهنتونونوکاربنديز اعلان کړ

پېښور:د پاکستان د خیبر پښتونخواڅانگې پوهنتونونو د پروفیسرانو د اتحاديې وئیلې که چرې حکومت د پروفیسرانو د پاره په نتخوا کې د ٢٠ فیصد اضافې اعلان عملي نه کړو نو د جمعې د ورځې نه به د صوبې په ټولو پوهنتونو نو کې پروفیسران کاربندیز کوي اوټولگيو ته به نه ورځي .د ال پاکستان یونیورسټیز اکیډ یمک سټاف ایسوسې ایشن د خیبر پښتونخوا صدر پروفیسر همایون وئیلې حکومت د پوهنتونونو د پروفیسرانو د پاره په نتخوا کې د ٢٠ فیصد اضافې اعلان کړی دی خو د حکومت دغه فیصله لا عملي کړی شوې نه ده.پروفیسر همایون وویل که چرې حکومت د جمعې د ورځې پورې پروفیسرانو ته تنخوا گانو کې اعلان کړی شوې اضافه عملي نه کړه نو پروفیسران به د جمعې په ورځې نه کاربندیز پيل کړې او ټولگيو ته به نه ورځي د پیښور پوهنتون د پروفیسرانو اتحاد يې پیوټا پروفیسر جمیل احمد وویل چې کاربندیز به د صوبې په ټولو ١٦ پوهنتونونو کې کولی ‍شي. هغه زیاته کړه صوبائي حکومت اوه نوي پو هنتونونه خلاص کړې دي خو د نوؤ پو هنتونو چلښت د پاره ورسره پیسې نشته.