اسلام اباد:پاکستاني چارواکي وايي په ځانګړې توګه به پام کوي، چې په قبایلي سیمو کې مېشت سخت دریځي معلوماتي تکنالوژۍ څخه کار وانه خلي.په پېښور کې د قبایلي سیمو د چارو لپاره د پاکستاني حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي تاشفین خان وویل، چې په قبایلي سیمو کې د معلوماتي تکنالوژۍ د پر مختګ لپاره له هڅو نه هدف د دې سیمې د اوسېدونکو لپاره پوهې او روزګار ته د لاسرسي اسانتیاوې چمتو کول دي.د نوموړي په خبره، له دې لارې به د خلکو او حکومت تر منځ په اړیکو کې هم اسانتیا رامنځ ته شي.داسې تګلاره به جوړه کړي، چې وسله والې ډلې له دې شبکې نه کار وانه خلي. پاکستاني چارواکي د نوموړي په خبره ، له څه مودې راهیسې په قبایلي سیمو کې امنیتي حالت ښه شوی، چې له همدې امله اوس د پرمختیايي کارونولپاره زمینه برابره شوې ده.نوموړي زیاته کړه چې په دې توګه به د سیمي اوسېدونکو ته له نورو سره د اړیکو ټینګولو تر څنګ د عاید تر لاسه کولو لپاره هم یوه سرچینه برابره شي.ده زیاته کړه، چې په دې توګه به یوه پیاوړې شبکه جوړه شي، چې د تعلیم په برخه کې به ورڅخه ډېره ګټه واخېستل شي د.رسنيو په وینا کله، چې له تاشفین خان نه پوښتنه وشوه، چې له دې تکنالوژۍ نه به په دې سیمه کې مېشت اورپکي هم ګټه واخلي، نو د نوموړي ځواب دا و چې داسې تګلاره به جوړه کړي، چې له مخې به يي په سیمه کې شته وسله والې ډلې له دې اسانتیاوو څخه ګټه وانه خلي.د خېبر پښتونخوا ایالت والي مسعود کوثر په دا وروستیو کې دغه پالیسي منظوره کړې ده.