کابل:لراوبرته یوی معتبری سرچینې خبرورکړی چي،دچاروداداری مرستیال په یوه غوڼده وویل،دوزارتونوله خواراټول شوې شمېر ښيي چې دهیوادپه شپږوولايتونوکې شاوخوا( ۱۴۰)زره جريبه دولتي اوشخصي ځمکه غصب شوېده. دوزیرانودشوراددرالانشا او دچاروداداری مرستیال نجیب الله امین وایی چي د هرات په ولایت کي( ۱۲۴۱۱ )جریبه ځمکه د ۹کسانو لخواه، په ننګرهارکي( ۲۰۵۰۰ )جریبه ځمکه د۱۳کسانو لخواه،په کندزکي ( ۱۷۱۴ )جریبه ځمکه د ۷کسانو لخواه د بلخ په ولایت کي (۸۷۶۰۰ )جریبه ځمکه د ۱۵کسانو لخواه، په پروان کي( ۵۳۴۵ )جریبه ځمکه د ۵ کسانولخوااو په کابل کي( ۱۱۴۲۶ )جریبه ځمکه د د ۱۱زورواکانوکسانولخواه غصب شویده.
نجیب امین وایی چي جمهور رییس کرزی دمالي اوکورنیوچارووزارتونه ته دنده سپارلي ده چي دګرده افغانستان دځمکودغا صبینوشمیراولیست دی مالوم کړی.
ښاغلی امین وایی چي دټولګټو(فواید عامه) وزارت ته هم دنده ورکول شویده چي پرلویولاروباندی دغټو لوړودرنوګاډیوتګ اوراتګ ته پام واړوي کوم چي پایله یی دسړوکونودخرابوالې سبب ګرځي .
دچاروداداری مرستیال زیاته کړه دځمکولاندي دکانونو پرخپل سرایستلوکسانودغلااوسرغړونې لیست دځان سره لری چي دکانواو صنایعووزارت اود ملی امنیت لخوا هم تا یید شوی دی.
د یادونې وړده چي په دی ورستیووختوکي دځمکوغاصبینو،دبانکونوڅخه دمیلیونو ډالرو دچور، او په ټول افغانستان کیي داداري اواخلاقي فسادسرغړونکوته ځانګړۍ پاملرنه نده شوی اوددي خراب عمل اوکړني دمخنیوی لپاره دګوتو په شمارکسان څارنوالې ته معرفی شویدی. ولي نور یی هسکه غاړه ګرځی اودقانون دمنګولو څخه ځان لیری ساتي.