کور / تازه خبرونه / دمشرانو جرګي دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دستراتیژیک ټړون مخالفت وکړي

دمشرانو جرګي دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دستراتیژیک ټړون مخالفت وکړي

د مشرانو جرګې په ننې عمومې غونډه کي يو شمېر سناتورانو د پاكستان او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيك سندونودلاسليک كولو سره مخالفت وكړي. او ويې ويل چې د پاكستان حكومت له يوې خوا له افغانستان سره دښمنې پیل کړیدي اوله بلې خوا دستراتيژيك تړون لاسليک كول غواړي.
ددي جرګې ځينې غړودنن ورځې په عمومې غوڼده كې وويل،چې پاکستان له كلونوكلونوراهیسې دافغانستان په کورنیوچاروکي لاسونه وهي،اودافغانانو په وژلوکې لوي لاس لري،د افغانانوله دښمنانواوتروريستانوڅخه ملاتړ كوي،خو بل لورته بيا له افغان حكومت سره دستراتيژيك تړون د لاسليك هڅې كوي.
د مشرانوجرګې لمړي نائب محمدعالم ايزديار،چې دجرګې مشري يي كوله وويل،چې په دې اړه بايد دبهرنيو چارو وزارت چارواكي دمشرانوجرګې دنړيوالواړيكوكمېسيون ته دځواب ويلو لپاره ورشي.
د یادونې وړه ده چه افغانستان د ډیروهیوادونوسره ستراتیژکي تړونونه لاس لیک کړی دی، ولې تراوسه پوری یی ددي تړونونوله موخي د عمل په ډګرکي کومه ځانګړۍ ګټه لاسته نده راوړي.