د هندوستان په جنوبی ایالت کرناټکا په یوه کوچنی ښار چی میسور نومیږی د پښتنو ځوانانو په مټ یوه ادبی او کلتوری غونډه جوړه شوه ،په د غونډه کښی د علاوه پر پښتنو محصیلونو ،خارجی ملکو محصیلین او د پوهنتونونو استادان او پوهنتونون يو څو ریسان هم راغلی وه.

په دی غونډه کښی د افغانستان پر تاریخ،او بیا واقعی افغانستان پیژندنه ټولو خارجیانو ته وشوله.د افغانستان فعلی حالات د تصویرونو او ویدیوګانو پواسطه وړاندی شوو.

دهغه څخه وروسته د پښتو ژبی تاریخ او پښتنو شاعرانو او سیاست مداراونو ژوند لیکونه ولوستل شول او په دی سربیره خارجی میلمنو ته د خبرو کولو وخت ورکړل شو چی دوی د خپل زړه حالت راسره شریک کړی .

بیا د پښتنو ځوانانو پواسطه ښایسته آتڼ وشو او بیا راغلیو ملمنو ته ډوډوی ورکړل شوه.
د پروګرام په دوهمه برخه کښی مشاعره اود پښتنو پر اتحاد او يوالی خبری وشوی،پښتنو ځوانانونو په دی مسافری کښی چی څه په وسه وه هغه یی وکړله او پښتانه يی د 24 ملکو خلکو ته ور وپیژندله ..الله دی نور هم همت ورکړی.


لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه