ددفاع وزير بسم الله محمدي او دکورنيو چارو وزيرمجتبی پتنګ نن دننګرهارولایت دګوشتې ولسوالې د هغوسيموڅخه ليدنه وکړه چې دپاکستاني پوځيانوله لورې ورته دخپلوکورونودپرېښودلوګواښونه شويدي.
که څه هم دغووزيرانوپخپلوخبروکې دستونزې لومړنۍ حل لارخبرې اترې اوديپلوماتيک چال چلندوښود،خود ننګرهاروالي ګل اغا شېرزي په ډاګه وويل چي دپاکستان داحتمالي بريدونوځواب به په بريدونوورکړي.
ګل اغاشېرزي زياته كړه،که چیری پرلالپورې اوګوشتې ولسواليو باندي دپاکستان له خاورې بريدونه ترسره شي، نودوى به هم ځوابي بريدونوترسره کړي. شیرزی زیاته کړه چي دولایتي شورا دټولوغړو مشوره داده چې دډزو په ځواب کي بایددډزوځواب ورکړل شي.
ددفاع وزیر وايي،دلته په راتلو ورته معلومه شوه،چې ولسونه اوددوى استازي د پاکستاني احتمالي بريدونو ځواب ته ګوته په ماشه دي.
بل خواه دکورنيو چارو وزيرمجتبي پتنګ بیا وا یي چې دپاکستان دبریدونواو تېري پر وړاندې دخپل چمتوالي خبره کوي پتنګ وايي، چې د دې ډول ستونزو دحل لاری لپاره بايد ملګري ملتونه کاروکړي.
دى وايي دادملګروملتوسازمان مسوليت دى،چې ددووګاونډيوهېوادوترمنځ داړيکودخرابوالي مخنيوي وکړي.
د ګوشتې او لالپورې ولسوالۍ قومي مشران وايي، پاکستاني ځواکونوورته دسيمودپرېښودلوګواښونه کړي اوله همدې امله سلګونه کورنيوله خپلوکورونوڅخه کډې بارکړې دي.
د لالپورې اوګوشتې ځايي ميشت اولسونه وايي،که دپاکستان د دې ناقانونيو پروړاندې دولت بېړنى اقدام ونه کړي نوپايلي به يې ډیري خرابې وي.دوی دګل آغاشیرزی دخبروملاتړ وکړي چي د پاکستانې بریدونو په ځواب کي باید پاکستان وسله والو بریدونه ته انتظار وباسي.