د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي چي نن سهار د دې ولايت په عدالت څلور لاري کي پر بهرنيانو او افغان ځواکونو ځانمرګى بريد وسو چي په پايله کي ئې شااوخوا اتيا تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د خوست ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې بريد کي ١٦ تنه وژل سوي او ٦٤ تنه ژوبل سوي .
چارواکي وايي چي په وژل سوو کي شپږ پوليس دي او نور اولسي وګړي دي .
په دې اړه لراوبر ته د نن ورځ (١ اکټوبر ۲۰۱۲ ) د ناټو له خوا لراوبر يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې او پکښي د درو بهرنيانو او د هغوى د يوه ژباړن د وژل کېدو خبره سوې .
دغه خبرپاڼه د افغانستان پر وخت نن سهار (١١:٣٣) دقيقې لراوبر ته ورسېده .
د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى او د اتو بهرنيانو او زيات شمېر پوليسو د وژلو خبره کوي.