کور / تازه خبرونه / له لندنه ترکابله پربایسکل ولاړم.

له لندنه ترکابله پربایسکل ولاړم.

د افغانې او بهرنې رسینو په حواله ،ښاغلی محمدولیدنورزی هغه ۲۹ کلن افغان ځلمې دئ،چې دلمړی ځل لپاره یی له لندن څخه ترکابله پر بایسکل سفر وکړی. دئ وايي،چې دسفر په وخت کې له ۱۷ هېوادونوڅخه تېر شوی اودسفر پرمهال یې ډیرې خوږې اوترخې شېبې هم تېرې کړيدي.نوموړۍ وايي چې دسفر پرلاره یي دځینو هیوادونوڅخه انځورونه هم اخیستي دي او ښي خاطرې لری.هغه وايي چې نړيوالوته دافغانستان دپېژندلوپه موخه یې له لندن نه ترکابله نژدې نهه زره کیلومټره واټن پر بایسکل وهلې دی.
محمد وليد نورزی له تېرودوولسوکلونوراهیسې په برتانیاکې اوسېږي او هلته یې دلیسانس ترکچې پوری د انجینرۍ برخه کې زده کړې کړيدي. په دغه اوږدسفرکې له سختوننګونوسره هم مخامخ شوی چې دبېلګې په ډول د قزاقستان هغه لویه لاره یادوي،چې د(۳۰۰) کیلومتره واټن پرمهال یې په دریوورځوکې هیڅوک هم نه دي لیدلي.
ښاغلي نورزی وايي، ددغه سفرموخه یې نوروهېوادونوته د افغانستان ورپېژندل واو دغه د سفرلړۍ به همداسې نورووچو ته هم روانه وساتي.د تېروڅوکلونوکې یو شمېرنوروافغانانو هم پر باسیکل دغه ډول اوږد سفرونه کړيدي خو ښاغلی نورزی لومړنې افغان دی،چې له لندنه تر کابله پر بایسکل سفر کوی.