خوست: لراوبرویب پاڼې ته درارسیدلومالوماتوله مخې په خوست ښارکې د نن سهارځان وژونکي برید له امله شاوخوا ۹ تنه مړه او د ۶۱ څخه تر ۷۰ تنو پوری ټپیان دي.خوست کي عیني شاهدانو وايي، چې برید کوونکي پوځي جامه او زغره لرله، او د افغان او امریکايي ځواکونو دګډې پلی ګزمې منځ ته تر ورننوتلو وروسته یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دی.
په خوست کې د عامې روغتیا د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر حمیدالله یوی خبري اژانس ته ویلي، چې له دغې پېښې نه دمګړۍ دېرش تنه ټپيان وروړل شوي، چې دوه یې پولیس او ۲۸ تنه یې ولسي وګړي دي. د ده په وینا، له پېښې درې مړي هم دغه روغتون ته وروړل شوي، چې ولسي وګړي دي.
بلخوا د شخصي روغتونونو مسوولین وايي، چې دغو روغتونونو ته هم له دغې پېښې ۳۱ ټپيان او شپږ مړي ور وړل شوي، چې په ټپیانو کې یو پوځي او په مړو کې درې پوځیان شامل دي.
په دغو شپږو مړو کې د خوست د چټک غبرګون د قطعې قوماندان مبارک شاه هم شامل دی. همدارنګه
په سیمه کې عیني شاهدان وايي، چې د پېښې په سیمه کې یې د څلورو بهرنیانو مړي هم لیدلي دي.
دلراوبراداري ته دطالبانوویاند ذبیح الله مجاهد لخوا په یوه لیک کي ویل شوي چي دغه برید داسلامی امارت یو مجاهد شعیب کندزی لخواسر ته رسیدلي دی. ددوی په خبره په بریدکې ۸تنه امریکایان اویو ترجمان اودخوست ولايت د چټک غبرګون دقطعې مشر سمونمل مبارک شاه د۶ پوليسو سره يوځای وژل سویدي.
دغه ځانوژونکې برید دخوست ښارددولتي بانک اودرملتونونو واټ په منځ کې عدالت څلي ته څېرمه پر ولاړو بهرنیواوافغان ځواکونو شوی دی.