كه بايسكل چلوونكي د ترافيكو دا نوې لايحه ترپښو لاندې كړي؛ هغه به جريمه كيږي. دغه مصوده د 2012 م كال د جنوري له لومړۍ نېټې پلې شوې ده.
په ډنمارك كې د هغو بايسكل چلوونكيو جرمونه او جرمې، چې له تصويب شوې لايحې د سرغړونې په صورت كې ورسره مخ كيږي:
ګڼه | تېروتنه | د جريمې اندازه د دنمارك پيسې (كرون) |
1 | هغه ، چې له چراغ پرته بايسكل چلوي | 700 كرون |
2 | هغه ، چې پر بايسكل سپور په ګرځند خبرې كوي | 1000 // |
3 | كه د چا بايسكل ستونزه ولري (ټير، چين، پاييډل( او نور څه يې خراب وي | 700 // |
4 | سره چراغ ته نه درېدل | 1000 // |
5 | د ترافيكې نښو خلاف بايسكل چلول | 1000 // |
6 | په پليو لارو بايسكل چلول | 700 // |
7 | د موټرسيكل پر ځانګړې لار او سړكونو بايسكل چلول | 700 // |
8 | د ترافيكي نښو نښانو درناوي نه كول | 700 // |
9 | د ګرځيدلو په وخت كې اشاره نه وركول | 700 // |
10 | په غلط لاس بايسكل چلول | 700 // |
11 | د بايسكل چلولو به وخت كې له ګاډې نيول | 700 // |
12 | كه دوه كسه پر يوه بايسكل سپاره وي | ډواړه 700 // |
13 | كه كوم بايسكل په غير قانوني لارو او څلور لارو كې ګرځي | 700 // |
14 | كه د كوم بايسكل زنګ (هارن) خراب وي | هغه كس ته يوازې اخطار وركول كيږي |
15 | كه يو كس په يوه وخت كې څو تېروتنې وكړي؛ نو د هغه جريمه به دوه چنده وي | |
16 | يوازې په هغه وخت كې په غير قانوني لارو تګ كولي شي، چې لويه لار د ترافيكي پيښـو پر لامل بنده وي | |
17 | كه د چا عايد كم وي او يا له 18 كلونو ټيټ عمر ولري او نشي كولي، چې دومره جريمه وركړي؛ نو دې كسانو ته تخفيف وركول كيږي. داسې تخفيف، چې جريمه بايد له 500 ټيټه نه وي. | 500 // |
اوس به ؛ نو افغانستان له نورې نړۍ سره مقايسه كړو:
دلته په افغانستان كې پارلمان او د ترافيكو رياست شته، خو د پېښو پرده كوونكي دي. د افغانستان د ترافيكو رياست له لوړ پوړيو چارواكو سره له اندېښنې ډك كاركوي، خو پرته له دې، چې څوك وويني د سپارښتنو له مخې په سلګونه او زر ګونه افغانۍ د اسنادو د وركړې، پليټ ، تمديد او ګمركي ستونزو د حل په نوم تر لاسه كوي.
كه څه هم خلك دوى ته دا پيسې وركوي؛ خو هغه كس، چې غريب دى او نه شي كولي مديرانو، رييسانو او كميشن كارانو ته د چاى او شيرنۍ په نوم پيسې وركړي؛ نو د نن او سبا په وعده وركولو سره غلويږي او د ده پر ځاى د هغه چا كار كيږي، چې دوى ته يو څه په كې پاته شي.
په كابل ښار كې هر ورځ ترافيك لګياه دي او د موټرونو تمځايونه له يو ځاى څخه بل ځاى ته ليږدوي، چې په عمومي واټونو كې ګنه ګوڼه كمه شي، خو ور سره د څه نا څه (200، 300 او 500) افغانيو پارچې هم وركول كيږي.
دا لايحه يوازې په هغو كسانو عملې كيږي، چې پيسې وركوي. يعنې نه زور لري او نه واسطه. دوى هم يوه اوونۍ وروسته پيسو وركولو ته بيا اړ كيږي؛ ځكه داسي مناسب ځاى نه دى ورته ټاكل شوى چې هلته خپل موټر په كې ودروي. دا څرخ هره اوونۍ د ترافيكو په ګټه چورليږي
هغه كسان، چې په تورښيښه موټرو كې ځي او راځې نه يوازې پېنځه يا لس ساتونكي موټر ور پسې وي، بلكې ترافيك ترې وېرېږي او په دواړو لاسو د سلام اشارې ورته كوي. هغوى پوهيږي كه اشاره سره هم وي ترافيك يې سلام كوي. اشارې ته دريدل دوى د ځان سپكاوى بولي او ترافيكو ته دا ډېر شرم دي چې د پارلمان وكيل ودريږي، اسناد او پليټ يې د سړك په سر چك كړي؛ نو كله، چې تيريږي فكر نه كوي، چې دا ترافيك ولاړ دي او كه ونه.
د افغانستان د خلكو بدبختې يوازې له حكومتي، پارلماني او قضايي چارواكو سره تړلې نه ده، بلكې د افغانستان د خلكو بدبختې په دې كې ده، چې د افغانستان ډېري مشران خلكو ته بې سواده ښكاري او هغوى هم عام خلك بې سواده بولي.
كه په خلكو كې د سواد كچه لوړه شي؛ نو بيا د ډېرو كړنو او خبرتياوو خپرولو ته اړتيا نه وي. اوس كله، چې ښاروالي وايي، چې دا د اډو ځاى نه دى؛ نو سبا بيا ټول خلك هلته روان وي او په كې موټر دروي، چې په پاى كې پيا ښاروالي ملامته وي، چې كارنه كوي. د يادولو وړده، چې ښاروالي هم ډېرې نيګړتياوي لري.
بله خبره دا ده چې حكومت دا خپله دنده نه بولي، چې خلكو ته آسانتياوې برابركړي، حكومت له خلكو د آسانتياوو د رامنځته كولوغوښتنه كوي، چې په دې صورت كې د يو هېواد ټول ارزښتونه تر پښو لاندې كيږي او قانون له ټولنې تېښته كوي؛ خو كه عام وكړي له حكومت سره مرسته ونكړي نو حكومت په يوازې ځان نه شي كولي چې ټول سهولتونه خلكو ته برابر كړي او پرته له خلكو حكومت هيڅ معنا نه لري او بله مسله دا ده چې د افغانستان حكومت تر اوسه داسې كار نه دى كړي چې افغانان خوشحاله كړي او هغه پيسې چې د مرستو په نامه هېواد ته راځي ټولې د قومندانانو، وكيلانو او د زور خاوندانو جيبيو ته ځي.
د افغانستان حكومت وايي چې: حكومت د چا د پت او سر و مال ضمانت نه شي كولي او نه د هركس ساتنه كولى شي؛ حكومت به ځان ساتي او خلك به د خپل پت و مال ساتنه كوي.ريښتيا هم تر اوسه دولت هم نشي كولي د خپل ځان امنيت ونيسي او د دولت په زرګونو جريبه ځمكه د زور واكانو لخوا عضب شوي او د همدې دولت كاركوونكو چې د خدمت په ځاى له دې خاورې سره خيانت كوي همدې كسانو ته جعلي قوالي وركړي. چې زموږ د هېواد د ځوانانو راتلونكي ښوونكي په خيانت او مزو كې ډوب دي نو له نورو څه ګيله؟
دا هم شونې نه ده، چې د ترافيكو رياست له هرموټر سره يو ترافيك مل كړي، چې دريور يې قانون مات نكړي. خبره په دې كې ده، چې ترافيك بايد پوه شي، چې دغه رياست د موټرو لپاره رامنځته شوى، نه موټر د رياست لپاره. د موټرو د تمځايونو او اډو په معلومولو كې دې له ښاروالۍ سره خپله قانوني دنده تر سره كړي، چې خلك د موټرو په ساتنه او چلونه كې له ستونزو سره مخ نشي او نه پيسې بې ځايه او بې ګټې د خلكو له جيبه وځي او د نورو جيبو ته ورشي.
كه مو فكر كړي وي په كوم ځاي كې، چې سړك بند وي او ټول موټر ولاړ وي؛ نو ټول (هارن) كوي او دې ته فكر نه كوي، چې دا مخكې ولاړ موټر ولې ولاړ دى او يا څه ورپېښ شوي.
اصلاً په اوسنې افغانستان كې ډېركارونه د الله پاك په توكل روان دي؛ حكومت خپله پړه پر خلكو او خلك يې پرحكومت وراچوي.
دلته زمونږ موخه داده، چې حكومت او خلك بايد خپل لومړيتوبونه وپېژني او هغه عملي كړي، چې بايسكل چلوونكي پړه نه شي.
كه داسې وشي، چې حكومتي چارواكي پر خلكو ډاډمن شي او د ترافيكو مرستې ته ور ودانګي؛ نو نور خلك به د درناوي دا كار په خپله كوي.د سلامونو او پيسو په ځاى به قانون پلى كيږي او د خلكو او حكومت به هوساينه په برخه شي. په دې معنا، چې د افغانستان خلك اوس د مشرانو او حكومت انقلابي فكر او عمل ته اړتيا لري.ان شا الله دا اوښتون به مو په برخه شي. او كه دا كار ونشي نو كه ده ټولې نړۍ پوځونه او پيسې افغانستان ته راشي نو دا وطن به په خپلو پښو و نه دريږي.
پای