کور / تازه خبرونه / په کابل کي دحاجیانو ۱۱۱تو کي پاسپورتونه ورک سول.

په کابل کي دحاجیانو ۱۱۱تو کي پاسپورتونه ورک سول.

دکابل BNA خبری اژانس وايي چي دحج او اوقافو په وزارت کي د افغاني حاجیانو ۱۱۱ پاسپورتونه چي د سعودي ویزی هم پری لګول سوی وي بي درکه سویدي.دپوليسو مقاماتو دحج او اوقافو وزارت دوه تنه مامورين ونيول او ترپوښتنې لاندې دي چې په دې پوه شي چې دزيارت کوونکو يوسلو يوولس توکو پاسپورټونه څه ډول بې درکه شوي دي.
دباختراژانس دخبرله مخې: دکابل دپوليسو مقاماتو له هغه وروسته دحج د زيارت کوونکو ديوسلو يوولسو توکو پاسپورټونو دبې درکه کيدو موضوع ترڅيړنې لاندې ونيوه چې په دې اړوند يې دحج او اوقافو له وزارت څخه يوليک ترلاسه کړ.ويل کيږي چې دغه پاسپورټونه دعيدګاه جومات او دهوايي ډګر ترمنځ په لاره کې بې درکه شوي دي. په دغو ټولو پاسپورټونوکې دسعودي عربستان ويزې وې اوبې درکه کېدل يې کيداى شي بيلابيلې انګيزي ولري .
ديادونې وړ ده چې په کابل کې دسعودي عربستان سفارت هغه زيارت کوونکو ته چې پاسپورت يې بې درکه شوي دي، د ويزې له بيا صادرولو څخه ډډه کړېده. دحج او اوقافو وزارت مقاماتو په دې اړوند نظر نه دې څرگند کړې.ولي دورکوشوو پاسپورتوخاوندان بیاادعا کوی چي پاسپورتونه ددوی لاس ته نه دی ورغلې او دحج دفرضیاتو داداکولو لپاره دوی ددولت څخه غواړي چي دنوو پاسپورتونو او سعودي ویزی لپاره دسعودی عربستان سره دي جدی خبری وکړي.دکابل دساحوي زون دامنيې قوماندانى دجنايي جرمونو دکشف اوتحقيق رييس جنرال محمدظاهر دباخترا ژانس خبريال ته وويل: ددغې پيښې په اړوند دحج او اوقافو وزارت دوه تنه کارکوونکي نيول شوي اوترپوښتنې لاندې دي. په دغو دوو تنو اوس يواځې په دنده کې دغفلت تور لګول شوى دى .