د جهاني انلاين څخه په مننه
څه باندي شپږ میاشتي کیږي چي د پاکستان څخه د کنړونو پر ولایت باندي راکتونه اوري. د دې حملو شمیر کله کله په یوه ورځ کي ان تر دو ه سوه راکټونو پوري هم رسیدلی دی او په دې شپږو میاشتو کي یې شمیر زرهاوو ته رسیږي. د دې حملو په نتیجه کي په لس هاوو کسان وژل سوي او په زرهاوو اولسي خلک د خپلو کورونو او کلیو پریښودلو ته مجبور سوي دي. البته، که د راکټونو شمیر ته وګورو نو د تلفاتو شمیر نسبتا کم دی. پاکستان کولای سوای چي په سل هاوو بیګناه انسانان قتل کړي. خو هغه هیواد د انسانانو له قتلولو سره نه بلکه د کلیو د تخلیه کولو سره علاقه لري. پاکستان نه غواړي چي د سل هاوو کسانو په قتلولو سره، چي دوی ته هیڅ ستراتیژیکه ګټه نه لري، د افغانستان خلک، په تیره بیا پښتانه داسي ولمسوي چي بیا یې د کرارولو توان نه لري. د پاکستان قواوي غواړي چي خپله پوله د کنړ سیند ته ورسوی. زه د جون په میاشت کي د کنړ ولایت ته تللی وم او هلته د یوې درنې کورنۍ یوه مشر د غرمنۍ په ترڅ کي راته وویل چي د پاکستان قواوو د افغانستان په سل هاوو کیلومیتره مربع خاوره لاندي کړې او د کنړ سیند ته نیژدې سوي دي. هغه وویل چي اوس د پاکستان د قواوو او د کنړ د مرکز اسعد اباد او د کنړ د سیند ترمنځ یوازي یو غر پروت دی. د پژواک خبري اژانس د سپټمبر پر نهه ویشتمه رپوټ ورکړ چي د ننګرهار د ولایت د لال پوري، مهمند درې او ګوشتې د اولسوالیو خلک هم د دغه راز ستونزي سره مخامخ دي. ویل کیږي چي له دغو اولسوالیو څخه هم په سل هاوو کسان کډو کولو ته مجبور سوي دي. لال پوره او ګوشته د کابل د سیند پر څنډه پرتې دي او که خبره داسي وي نو هغه ورځ لیري نه ده چي د پاکستان د توپونو ډزي به د جلال اباد په ښار کي اوریدلي کیږي.
د پاکستان له زرهاوو راکټونو څخه یو هم د ناټو د قواوو پر امنیتی پوستو او پوځي اډو باندی نه دی لګیدلی. په حقیقت کي د ناټو قواوي د څه باندي یو کال راهیسی له دغو سیمو څخه وتلي او، خدای مي دي غاړه نه بندوي، ښایی د ځينو پټو قراردادونو په نتیجه کي یې، پاکستان ته، د دې پراخي ځنګلي او ستراتیژیکي سیمي د بشپړ اشغال اجازه ورکړې وي. کنه نو د ناټو سره د افغانستان د ستراتیژیک تړون معنی څه ده. که د ناټو قواوي، په اوسنیو شرایطو کي، د یوه یرغلګر ګاونډي په مقابل کي زموږ د خاوري دفاع نه سي کولای نو د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به، چي د ټولو جنګي عملیاتو میدان به یې خوشي کړی وي، څرنګه او دڅشي په مقابل کي زموږ دفاع وکړي.
که د افغانستان څخه د ناټو د قواوو د وتلو څخه وروسته اوسني واکداران په قدرت کي پاتیږي، چي ټولي نښی ښیی چي د قدرت پریښودلو خیال نه لري، نو همدغه اوسنی وضع به په همدغه اوسني شکل دوام کوی. پاکستان به د افغانستان پر کلیو باندي راکټونه اوروي او خاوره به یې لاندي کوي او زموږ واکداران به خپل ورور هیواد ته، چي د هند او حتی د امریکا سره د جګړې په صورت کي یې د همکاری او ملګرتوب ژمنه ورسره کړې ده، هیڅ نه وایی او یا به د تشو اخطارونو په صادرولو بسیا وي. که د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو په صورت کي په هیواد کي بیا، خدای مه کړه، داخلي جنګ پیل کیږي نو بیا خو، طبیعی خبره ده، چي پاکستان ته میدان خالي دی او چي څه یې زړه غواړي هغه به کوي. که چیري د خارجي قواوو د وتلو په صورت کي، لږترلږه د کابل په شاوخوا او پښتني سیمو کي، حکومت د پاکستان طرفدارو او یا لاس کښینولو قواوو لاس ته ورځي په هغه صورت کي خو ښایی پاکستان نور پرمختګ هم وکړي. پاکستان همدا اوس د طالبانو قواوي پر بیلو بیلو ډلو ویشلي دي څو د ضرورت په وخت کي یې سره وجنګوي او پخپله، د بل هر وخت په څير، د خیر پر غونډۍ ورته کښیني. دا هغه ترخه واقعیتونه دي چي زموږ د هغو منورینو د پاره یې منل ګران دي چي په لس هاوو کلونه یې د پاکستان جنرالان او سیاستمداران تورلینګي دال خواره بللي او پاکستان یې مصنوعي هیواد ګڼلی دی. د دې هیواد جنرالانو، لږترلږه، د جهاد د پیل راهیسی زموږ پر هیواد باندي مستقیم او غیر مستقیم حکومت کړی دی او د اوسني نظام تقریبا ټولو واکدارانو ته یې تنخواوي ورکړي او لا اوس به یې هم ورکوي. د کنړ او کابل سیندونه، د افغانستان د بل هر سیند په څیر، زموږ ملي نوامیس دي او د ناموس څخه دفاع د هر افغان ملي وجیبه ده. د دې پرځای چي د یوه بل پر ضد لیکني کوی، د یوه بل د قلم زور او جرأت کموی، د یوې ملي طرحي په فکر کی سی! افغانستان له لاسه وزي. اوس هم ناوخته نه دی.
د افغانستان په سیاست کي یوه په زړه پوري خبره دا ده چي مخکي به حکومتونو د خپلو داخلي ستونزو څخه د خلکو د توجه د اړولو لپاره خارجي ستونزي او د ګاونډيو هیوادونو دسیسې پلمه کولې او په دې توګه به یې کله کله خپل د قدرت دښمنان ځپل. خو اوس د کابل واکداران د پاکستان او ایران له دسیسو او ناروا مداخلو څخه د خلکو د توجه اړولو لپاره په داخل کي داسي کارونه کوي چي د هیواد لیکوالان او سیاستمداران، د ډیر وخت لپاره، په لګیا وي. یو ځل خو یې د کابینې دوه، تر ټولومهم، وزیران په اولسي جرګه کی سلب اعتماد کړل. وروسته یې دې دوو شړل سویو وزیرانو ته د اعلیحضرت امان الله خان د مډالونو په ورکولو سره هم اعلیحضرت امان الله خان او هم اولسي جرګې ته سپکاوی وکړ. بیا یې د داخله چارو شړل سوی وزیر بیرته د دفاع د وزیر په حیث مقرر کړ او له اولسي جرګې څخه یې د باور رایه ورته واخیسته او یو ځل بیا یې اولسي جرګه په شرمونو وشرموله. وروسته یې په هیواد کي لس والیان د سطرنج د مهرو په څیر له یوه ځایه بل ځای ته بدل کړل او په هیواد کي دننه او دباندي یې د بحثونو تنور تود کړ. دا هنګامه لا سړه سوې نه وه چي د کابل د ښووني او روزني پوهنتون یې د برهان الدین رباني په نامه کړ او محصلین یې را وپارول. د اولسي جرګې یوه بدماش وکیل پر محصلینو موټر ور وځغلاوه. څلور تنه محصلین یې زخمیان کړل او که وضع دغه ډول داوم وکړي نو هغه ورځ لیري نه ده چي امنیتی قواوي به پر محصلینو باندي ډزي وکړي.
که جمهوریس ریشتیا هم رباني ته د یوه ریښتوني افغان مشر په سترګه ګوري او ریشتیا هم په دې عقیده وي چي رباني د کابل او افغانستان د تباهیو او انسان وژنو مسولیت نه لري نو زه د هغه په صداقت کي شک لرم. او که چیري رباني، د نورو جهادي مشرانو په څير، د کابل او ټول افغانستان د څلور کلنو بدمرغو پیښو، انسان وژنو او بشري جنایتونو مسولیت لري نو سړی نه پوهیږي چي یو منور او تحصیلکرده جمهوریس څرنګه د کابل پوهنتون یوه مقدسه تعلیمی موسسه د داسي یوه سړي په نامه کوي چي هغه د لوی خدای، وطن او بیګناه افغانانو په مقابل کي د ټولو بدیو مسولیت لري.
جمهوریس دا ټول اقدامات، د ده په اصطلاح، د مصلحتونو په اساس کوي. او کله چی سیاسی څارونکي د ده د مصلحتونو دوام ته ګوري نو وایی چي هغه په هیڅ توګه د سیاسی قدرت پریښودلو ته تیار نه دی. ډیر کسان په دې عقیده دي چي په ۲۰۱۴ کال کي به د جمهوري ریاست انتخابات ونه سي او که کیږي نو تر پخوا به په څو چنده له تهدید او تخویف، غبن او درغلیو څخه ډک وي.